روسیې د امریکا پر خلاف سخت غبرګون وښود
روسیې امریکا د نړۍوالو اصولو د خپو لاندې کولو باندې تورن کړ

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، د امریکا متحده ایالتونه باید د ستراتیژیکو وسلو د کمولو د نوي تړون ( نوي سټار ) په اړه خپل چلند بدل کړي، چې هدف یې د بین البراعظمي اټومي بالستیک توغندیو د ظرفیتونو محدودول دي. هغه ویلي دي چې له امریکا سره په دې اړه هیڅ ډول تماس نه لري.
لاوروف د روسیې له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې د روسیې او امریکا ترمنځ د نوي سټارټ موضوع په اړه خبرې وکړې.
لاوروف دې ته په اشارې سره وویل چې دا تړون د روسیې لخوا ځنډول شوی دی.
لاوروف وويل "د نوي سټارټ تړون په اړه له امريکايانو سره هيڅ تماس نه لري. هغوى موږ ته يو يادښت رالېږلى چې زموږ د پرېکړې په اړه يې اعتراض کړى او دا يې روښانه کړې چې موږ د دې پرېکړې حق نه لرو. دا ټول د قانون له مخې بې ارزښته استدلالونه دي."
لاوروف په دې باندې په ټینګار سره چې امریکا د دغه تړون اصول تر پښو لاندې کوي، وویل چې دغه اصول د دوه اړخیز اعتماد، درناوي او همکارۍ په چوکاټ کې د ستراتیژیک ثبات د ساتلو لپاره د روسیې او متحده ایالتونو د هڅو په چوکاټ کې دي.
لاوروف وویل، "په دې مسئله کې د امریکا سره د اړیکو ساتلو لپاره، دوی باید خپل چلند بدل کړي او د بین المللي اړیکو په برخه کې مدني اصولو مراعات کړي، په شمول په نوي سټارټ کې شامل اصول.
د روسیې ولسي جرګې، دولتي دوما، د فبرورۍ په ۲۲ د نوي سټارټ تړون د ځنډولو قانون تصویب کړ.