انتوني بلینکن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د محرم سند په اړه کانګرس ته احضار شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر بلینکن کانګرس لخوا احضار شو

1966611
انتوني بلینکن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د محرم سند په اړه کانګرس ته احضار شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو د محرم سند په اړه کانګرس ته احضار شو.

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کاول د بهرنیو چارو وزیر بلینکن  د افغانستان نه  د امریکايي ځواکونو د وتو نه مخکې د هغو امریکايي ډیپلوماټانو  چې په افغانستان کې دنده ترسره کوله  د یاداشت په اړه چې  ویلي‌ وو "وضعیت مخ په خرابېدو دی" د وضاحت ورکولو  په خاطر احضار کړ.

 

له افغانستان څخه د جوبایډن د ادارې د وتلو په اړه د تحقیقاتو په ترڅ کې د کمیټې مشر مک کاول له بلینکن څخه وغوښتل چې د هغه محرم سند په اړه کمیټې ته معلومات ورکړي چې د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کې په افغانستان کې د میشتو دیپلوماتانو له خوا د بهرنیو چارو وزارت ته لیږل شوي وو، چې په افغانستان کې وضعیت په چټکۍ سره مخ په خرابیدو دی په اړه پکې معلومات ورکړل شوي‌ وو.

 

مک کاول وویل  چې دوې "د دې مهم سند د لیدلو لپاره د  ښه نیت  ډیرې زیاتې هڅې هلې ځلې او هڅې وکړې ،" خو هر ځل  بلینکن  ددوې غوښتنو ته  د ځواب ویلو څخه انکار وکړ، د همدې امله دوې مجبور شو چې بلینکن  احضار کړي.

 

په افغانستان کې د امریکا حضور چې د ۲۰۰۱ کال د اکټوبر په اوومه پیل شو، له ۲۰ کلونو وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۱مه له افغانستانه د خپلو ځواکونو په وتلو سره پای ته ورسېد.

هغه څه چې له افغانستان څخه د وتلو په بهیر کې وشول او د هغو افغانانو پریښودل چې له امریکا سره یې همکاري کړې وه، د امریکا د خلکو د اجنډا په سر کې ځای لري.



اړوند خبرونه