د سکاټلنډ نوي مسلمان لومړي وزیر د لومړي وزیر په استوګنځي کې امامت وکړ
حمزه یوسف چې پرون په سکاټلینډ کې په ټاکنو کې د نوی لومړی وزیر په توګه وټاکل شو، د لومړي وزیر په رسمي استوګنځي بوټ هاوس کې په لومړۍ ورځ په جمع د لمونځ ورکولو پر مهال اخیستل شوي عکسونه خپاره کړل.

حمزه یوسف چې پرون په سکاټلینډ کې په ټاکنو کې د نوی لومړی وزیر په توګه وټاکل شو، د لومړي وزیر په رسمي استوګنځي بوټ هاوس کې په لومړۍ ورځ په جمع د لمونځ ورکولو پر مهال اخیستل شوي عکسونه خپاره کړل.
یوسف په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي " زه او زما کورنۍ نن (د مارچ په ۲۸) په پارلمان کې د ټاکنو نه وروسته په بوت هاوس کې خپله لومړنۍ شپه تیرو."
هغه په یوه بل پوسټ کې، ویلي چې هغه د بریتانیا له لومړي وزیر ریشي سناک سره ولیدل او ویې ویل، "ما څرګنده کړه چې د سکاټلینډ د خلکو او پارلمان ډیموکراتیکو هیلو ته باید د انګلستان حکومت درناوی وکړي.".
يوسف چې د مارچ په ۲۸ د سکاټلنډ د پارلمان په غونډه کې لومړی وزير وټاکل شو، د دغه هېواد لومړی مسلمان لومړی وزير شو، په داسې حال کې چې د هېواد د تر ټولو ځوان د پارلمان وکیل او د لومړي مسلمان وزير لقبونه يې هم په لاس کې لري.
د ویلو ده چې د اسکاټلنډ پخوانۍ لومړۍ وزیرې نیکولا ستورګین له خپلې دندې د استعفا ورکولو نه وروسته د اسکاټلنډ د ملي ګوند د مشرۍ لپاره هم ټاکنې وشوې . پډې ټاکنو کې پاکستاني الاصله یوسف د ۲۶زره او ۳۲ رایو په ترلاسه کولو سره چې ۵۲ سلنې ته تقابل کوي د ګوند د نوي مشر او لومړي وزیر په توګه وټاکل شو.
حمزه یوسف د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته په یوه بیان کې وویل چې " هغه د سکاټلینډ ته د خپلواکۍ ترلاسه کولو په برخه کې کلک هوډ او عزم لري. هغه وویل چې "موږ به هغه نسل یو چې دا خوب به په حقیقت بدل کړو."