د سویډن پارلمان هیواد ته د ناټو په سازمان کې د غړیتوب د اجازې ورکولو قانون تصویب کړ

د سویډن پارلمان د قانون هغه مسوده تصویب کړه چې له مخې یې دغه هېواد ته  د ناټو غړیتوب ترلاسه کولو اجازه ورکوي.

1963910
د سویډن پارلمان هیواد ته د ناټو په سازمان کې د غړیتوب د اجازې ورکولو قانون تصویب کړ

د سویډن پارلمان د قانون هغه مسوده تصویب کړه چې له مخې یې دغه هېواد ته  د ناټو غړیتوب ترلاسه کولو اجازه ورکوي.

د سویډن په پارلمان کې د قانون پدې مسودې  رای اچونه وشوه چې  د ۳۷ مخالفو رایو په مقابل کې د ۲۶۹ موافقو رایو سره تصویب شو.

کیڼ اړخي ګوند او د زرغون چاپیریال ګوند د ناټو د غړیتوب پر ضد رایه ورکړه.

د دې لپاره چې سویډن د ناټو غړی شي، د تورکیې او هنګري منظورۍ ته اړتیا لري. اوسمهال د ناټو ۲۸ هېوادونو په ناټو کې د فنلنډ او سویډن غړیتوب منلی دی.

سویدن د بهرنیو چارو وزیر توبیاس بیلسټروم د پارلمان ددې رای اچونې او مسودې تصویب  "تاریخي پیښه" وبلله.

هغه دلته په خپله وینا کې وویل چې"د دویمې نړیوالې جګړې وروسته، سویډن د امنیت په برخه کې په خورا جدي حالت کې دی. د ناټو غړیتوب د سویډن د امنیت د تامینولو او په پیوستون کې د مرستې او د ټولې اروپا د اتلانتیک سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره غوره لاره ده."

بیلسټروم زیاته کړه: "سویډن د ناټو سره د سایبري بریدونو، نوې ټیکنالوژۍ او فضايي مطالعاتو په برخو کې د مرستې لپاره ځانګړي وړتیاوې لري. سویډن به یو باوري متحد وي."

د دفاع وزیر پال جانسن هم وویل چې دوی په ناټو کې د سویډن د نظامي ادغام لپاره ډیر کار کوي.

جانسن د دې په بیانولو سره چې په ناټو کې د سویډن غړیتوب به له اروپا سره ستره مرسته وکړي، وویل، په ناټو کې د سویډن غړیتوب یوه تاریخي پېښه ده چې په نړۍ کې به امنیتي، دفاعي او سیاسي پایلې ولري.



اړوند خبرونه