انګلستان ډنمارکي افراطي سیاستوال ته پدې هیواد کې د قران کریم د سوځولو اجازه ورنکړه.

انګلستان ډنمارکي افراطي سیاستوال ته پدې هیواد کې د قران کریم د سوځولو اجازه ورنکړه. انګلستان ډنمارکي سیاستوال راسموس پالوډان د ویزې غوښتنه رد کړه.

1962719
انګلستان ډنمارکي افراطي سیاستوال ته پدې هیواد کې د قران کریم د سوځولو اجازه ورنکړه.

انګلستان ډنمارکي افراطي سیاستوال ته پدې هیواد کې د قران کریم د سوځولو اجازه ورنکړه. انګلستان ډنمارکي سیاستوال راسموس پالوډان د ویزې غوښتنه رد کړه.

په سویډن کې د تورکیې د سفارت مخې ته د قران کریم د سوځولو اصلي عامل ښي اړخي ډنمارکي سیاستوال راسموس پالودان ویلي وو  چې په انګلستان کې به د قران کریم وسوځوي. د انګلستان  د کابینې د امنیت د چارو مسوول ټام توګندات بیا  اعلان وکړ چې پالودان ته به اجازه ورنکړل شي چې دغه هېواد ته ننوځي.

پالودان اعلان وکړ چې غواړي په شمالي ښار ویکفیلډ کې د قرآن کریم د سوځولو یوه غونډه ترسره کړي.

په تېره فبرورۍ میاشت کې د انګلستان په شمال کې د دغه ښار له یوه ښوونځي څلور زده کوونکي د قرآن کریم د سپکاوي په تور له ښوونځي څخه وشړل شول.

پالودان د یکشنبې په ورځ په ټویټر کې د یوې ویډیو په خپرولو سره، ادعا کړې وه  چې هغه به ویکفیلډ ښار ته راشي او د "غیر دیموکراتیکو ځواکونو په وړاندې به جګړه وکړي".

دغه ښي اړخي سیاستوال ویلي وو چې د روژې د مبارکې میاشتې له پیل سره سم به د قرآن وسوځوي.

د انګلستان د کابینې د امنیت د چارو مسوول ټام توګندات اعلان وکړ چې پالودان ته به اجازه ورنکړل شي چې دغه هېواد ته ننوځي.

راسموس پالودان تر دې وړاندې په ډنمارک کې په ۲۰۲۰ کال کې د توکم پالنې په ګډون د ګڼو جرمونو په تور په یوه میاشت بند محکوم شوی و.

پالودان هڅه وکړه چې په فرانسه او بلجیم او همدارنګه په یو شمیر نورو اروپایی هیوادونو کې هم ورته د قرآن سوځولو ناوړه اقدام ترسره ترسره کړي. د هغه له ځینو کړنو وروسته په اړوندو ښارونو کې پېښې رامنځ ته شوې.

پالوډان د تیرې جنورۍ میاشتې په پای کې د سویډن په پلازمینه  ستاکهولم کې د تورکیې د سفارت مخې ته قرآن کریم وسوځو چې دې مسئلې د تورکیې او سویډن تر اړیکو ډیر منفي اغیزې وکړې.

د سویډن لومړي وزیر الف کریسټرسن ویلي وو د بیان ازادۍ د حق په چوکاټ کې پالودان ته د قرانکریم کریم د سوځولو اجازه ورکړې وه، خو هر شی چې قانوني  وي ددې په معنا نده چې هغه به مناسب هم وي.



اړوند خبرونه