د کوریا په ټاپو وزمه کې تاوتریخوالی مخ په ډیریدو دی.
د شمالي کوریا دولتي ټلویزیون اعلان وکړ، چې له امریکا سره د جګړې لپاره یو میلیون ۴۰۰ زره کسان پوځ سره یو ځای شوي دي.
1962672
د کوریا په ټاپو وزمه کې تاوتریخوالی مخ په ډیریدو دی.
د شمالي کوریا دولتي ټلویزیون اعلان وکړ، چې له امریکا سره د جګړې لپاره یو میلیون ۴۰۰ زره کسان پوځ سره یو ځای شوي دي.
په خبر کې د هغو ځوانانو عکسونه هم نشر شوي چې د پوځ سره یو ځای شوي دي.
ویل شوي چې د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون هم د امریکا او جنوبي کوریا پر وړاندې د اټومي برید سناریو سره په پوځي تمرین کې ګډون کړی و. د کیم جونګ اون عکسونه پکې شامل وو.
د امریکا او جنوبي کوریا پوځونه هم پدې وروستیو کلونو کې په سیمه کې تر ټولو پراخ تمرینونه کوي.
شمالي کوریا دغه تطبیقاتو په اړه چې د جنوبي کوریا له پلازمېنې سیول څخه ۶۵ کیلومتره لرې ترسره کیږي ډیر سخت غبرګون وښود.
شمالي کوریا د امریکا او سویلي کوریا ددې تطبیقاتو نه د یرغل د چمتوالي په توګه یادونه کوي.