پوتین : امریکا روسیې ته د مستقیم ګواښ او چین ته د ستراتیژیک سیال په سترګه ګوري

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یادونه وکړه چې د ځینو هیوادونو برعکس چې د تسلط ادعا کوي او د نړۍ همغږي ګډوډوي، روسیه او چین اوږه په اوږه ولاړ دي او له ګډو ګواښونو سره مبارزه کوي.

1962154
پوتین : امریکا روسیې ته د مستقیم ګواښ او چین ته د ستراتیژیک سیال په سترګه ګوري

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یادونه وکړه چې د ځینو هیوادونو برعکس چې د تسلط ادعا کوي او د نړۍ همغږي ګډوډوي، روسیه او چین اوږه په اوږه ولاړ دي او له ګډو ګواښونو سره مبارزه کوي.

مسکو ته د چين د ولسمشر شي جين پينګ تر سفر مخکې، پوتين د «پيپلز ډيلي» ورځپاڼې لپاره چې د چين يوه له مخکښو ورځپاڼو څخه ده يوه مقاله ليکلې ده.

پوتین پدې مقاله کې ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې  دا مهمه ده چې په دوه اړخیزه سوداګرۍ کې د ملي اسعارو د کارولو ونډه زیاته شي او اړیکې لا پراخې شي.

د روسیې ولسمشر وویل، د ځینو هېوادونو برعکس چې د تسلط ادعا کوي او د نړۍ همغږي ګډوډوي، روسیه او چین په رښتیا سره پلونه جوړ کړي او له ګډو ګواښونو سره مبارزه کوي.

پوتین وویل چې روسیه او چین په دوامداره توګه د نړیوالو قوانینو پر بنسټ د یو عادلانه او څو قطبي نړۍ غوښتنه کوي.

امریکا د روسیې او چین سربیره  هر هغه څوک چې د دوې فرمانونو ته غاړه نه ږدي، د خپل مهار پالیسۍ سره هغوې محاصره کوي او دا کار د هرې ورځې په تیریدو سره مخ په ډیریدو دی.د دې کار سره  نړیوال امنیت او همکارۍ جوړښت  له منځه وړی دی. امریکا روسیه یو "مستقیم ګواښ" او چین "ستراتیژیک سیال" په توګه اعلان کړي دي.

پوتين د اوکراين د مسئلې په اړه د چين له متوازنې کرښې او سیاست څخه مننه کړې او زیاته کړې ده چې  ، له اوکراين سره د سولې د بهير راتلونکی د جيو پوليټيکي واقعيتونو په نظر کې نيولو سره د جدي خبرو اترو لپاره چمتووالي پورې اړه لري.

د روسیې مشر دا هم څرګنده کړه چې ناټو هڅه کوي د آسیا - آرام سمندر سیمې ته د ننوتلو په هدف خپلو فعالیتونو ته نړیوال اړخ اضافه کړي.



اړوند خبرونه