په ایکوادور کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۱۴ تنو ته لوړه شوه

د جنوبي امریکا په  هیواد اکوادور کې د مارچ په ۱۸ نیټه د  ریښتر په کچه ۶.۷ درجې  په شدت سره په زلزله کې د وژل شویو کسانو شمیر ۱۴ تنو ته لوړ شو.

1962164
په ایکوادور کې د زلزلې له امله د مړو شمیره ۱۴ تنو ته لوړه شوه

د جنوبي امریکا په  هیواد اکوادور کې د مارچ په ۱۸ نیټه د  ریښتر په کچه ۶.۷ درجې  په شدت سره په زلزله کې د وژل شویو کسانو شمیر ۱۴ تنو ته لوړ شو.

د ایکوادور د ولسمشرۍ ماڼۍ د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې له امله چې د بالاو ښار په شمال ختیځ ۶ کیلومترۍ کې رامنځته شوې وه، ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی  او ۴۴۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

د يادونې وړ ده چې پدې هېواد کې د زلزلې له امله تر ټولو زيات زيانمن شوي ښارونه ال اورو او ازواي دي او د لټون او ژغورنې چارې  پکې  دوام لري.

د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې په زلزله کې لږ تر لږه ۳۶۰ ودانۍ ویجاړې شوې دي.

د اکوادور ولسمشر ګیلرمو لاسو له زلزله ځپلو ښارونو څخه لیدنه وکړه . هغه په خپله وینا کې وویل چې "د حکومت په توګه، موږ سمدلاسه ټولې اړینې مالي سرچینې چمتو کړې ترڅو کارونه په چټکۍ سره پرمخ لاړ شي. د زیانونو تثبیت چارې پیل شوي."

د ویلو ده چې د پیرو په شمال کې د تومبس په ښار کې هم د زلزلې له امله یوه ۴ کلنه ماشومه مړه او ۷۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د بله پلوه د لاتینې امریکا هیوادونو برازیل، کولمبیا او چیلي لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې وی د اکوادور او پیرو د زلزلې ځپلو سره په همکارۍ ټینګار کړی دی او هر ډول مرستو چمتوالی ښودلی دی.


پيوندونه: #زلزله , #ایکوادور

اړوند خبرونه