په کولمبیا کې د یوې پوځي چورلکې د سقوط په نتیجه کې څلور پوځیانو ژوند د لاسه ورکړ.
په کولمبیا کې پوځي چورلکې سقوط وکړ
1962138

په کولمبیا کې د یوې پوځي چورلکې د سقوط په نتیجه کې څلور پوځیانو ژوند د لاسه ورکړ.
د پوځ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د EJC ۴۲۲۷ ډوله په نوم پوځي چورلکه د کوبډو ښار د لا پلییتا په ګاونډ کې د ځنګل په سیمه کې ولوېده.
پدې پیښه کې ۴ تنو پوځیانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د کولمبیا ولسمشر ګوستاو پیترو د وژل شویو پوځیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او ویې ویل: له بده مرغه هیڅوک ژوندي نه دي پاتې شوي او چارواکو ته یې امر کړی چې سمدستي دې سیمې ته ولاړ شي.
د کولمبیا د رسنیو د راپورونو له مخې، اټکل کیږي چې پوځي چورلکه له عملیاتو څخه راستنیدو پر مهال د تخنیکي ستونزې له امله رالویدلي وي
په ټولنیزو رسنیو کې په شریکو شویو فلمونو کې د چورلکې د غورځېدو شېبه هم لیدل کېږي.