شمالي کوریا امریکا او سویلي کوریا ته میدان وډبو

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي، دوی به له امریکا او جنوبي کوریا سره چې په پرله پسې ډول د کوریا په ټاپووزمه او شاوخوا سیمو کې پراخ پوځي تمرینونه کوي مبارزې ته دوام ورکړو.

1961296
شمالي کوریا امریکا او سویلي کوریا ته میدان وډبو

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون ویلي، دوی به له امریکا او جنوبي کوریا سره چې په پرله پسې ډول د کوریا په ټاپووزمه او شاوخوا سیمو کې پراخ پوځي تمرینونه کوي مبارزې ته دوام ورکړو.

کیم جونګ اون دا څرګندونې پرون د بین البراعظمي بالستیک توغندي له ازموینې وروسته وکړې.

کیم، چې په پخپله د تمرین څارنه کوله، وویل چې په اوږدمهاله امنیتي تګلارو کې هیڅ بدلون نه دی راغلی او د "دښمنانو په منځ کې ویره رامنځته کولو او د اټومي جګړې د مخنیوي په نه بدلیدونکي توګه د پیاوړتیا له لارې د خلکو د سوله ایز ژوند تضمین" په اړتیا ټینګار وکړ.

هغه دې ته په اشارې سره چې دوی به د امریکا او سویلي کوریا  پرخلاف مبارزې ته  چې د شمالي کوریا سره په ښکاره دښمني کوي او په مکرر ډول د کوریا ټاپو وزمه او شاوخوا سیمو کې لوی پیمانه نظامي تمرینونه تنظیموي دوام ورکړو.

هغه وویل چې دښمن باید پدې خبره ښه پوه شي چې د شمالي کوریا پر خلاف  هغوې هر ډول پوځي اقدام به  جبران ونلري . دوی باید پدې پوه شي چې دا به پر هغوې ډیر سخت بدل پرې کړي. کیم وویل چې دوی به اټومي وسلو ته په اتومي وسلو ځواب ورکړي، او د جګړې په لومړۍ کرښه کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې جګړې ته به ځواب ورکړي.

پرون د جاپان په پلازمېنه توکیو کې د جاپان او جنوبي کوریا تر تاریخي سرمشریزې مخکې شمالي کوریا یو بین البراعظمي بالستیک توغندی وتوغاوه چې په سیمه کې یې کړکېچ زیات کړ.

Hwasong-17 بین البراعظمي بالستیک توغندی، چې د پوځي تمریناتو د یوې برخې په توګه وتوغول شو، په بریالیتوب سره و ازمویل شو.



اړوند خبرونه