د چین ولسمشر روسېې ته سفر کوي
د چين ولسمشر شي جين پينګ په داسې حال کې مسکو ته سفر کوي چې د روسيې او اوکراين په جګړه کې د دغه هېواد پر دريځ او له روسيې سره د نژدېوالي په اړه تاوده بحثونه روان دي.
د چين ولسمشر شي جين پينګ په داسې حال کې مسکو ته سفر کوي چې د روسيې او اوکراين په جګړه کې د دغه هېواد پر دريځ او له روسيې سره د نژدېوالي په اړه تاوده بحثونه روان دي.
د چين د بهرنيو چارو وزارت وياندې هوا چون ينګ اعلان وکړ چې شي جين پينګ به د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين په بلنه د مارچ په ۲۰ او ۲۲ نېټه له مسکو څخه رسمي ليدنه وکړي.
د کرملین ماڼۍ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د پوتین او شي جین پینګ ترمنځ په لیدنه کې به "د روسیې او چین ترمنځ د اړیکو او ستراتیژیکو همکاریو په اړه خبرې وشي".
په اعلاميه کې ويل شوي چې دواړه مشران به په نړيوال ډګر کې د همکاريو د ژورتيا په اړه هم د نظريو تبادله وکړي او ځينې مهم سندونه به لاسليک کړي.
شي جين پينګ د روسيې او اوکراين د جګړې له پيل راهيسې د لومړي ځل لپاره روسيې ته سفر کوي. د يادونې وړ ده چې دغه سفر پداسې یو وخت کې ترسره کیږي چې د روسيې او اوکراين په جګړه کې د چين د دريځ په اړه تاوده بحثونه روان دي.