د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان په لیبیا کې د دوه نیم ټنه اورانیمو د ورکیدو نه خبر ورکړ.
په لیبیا کې دوه نیم ټنه اورانم ورک شوي دي

د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان په لیبیا کې د دوه نیم ټنه اورانیمو د ورکیدو نه خبر ورکړ.
د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان ویلي دي چې په لیبیا کې په هغه ادرس کې چې د چارواکیو لخوا ښودل شوی وو ساتل شوي لس بیلره اورانیم چې دوه نیم ټنه کیږي ندي موندلي .
د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان لخوا د مدیره هیئت غړو ته په لیکل شوي بیان کې ، یادونه شوې چې د لیبیا سره د کنټرول د تضمین د تړون او اضافي پروتوکول په چوکاټ کې پدې هیواد کې د اټومي موادو په اړه د تایید او څارنې فعالیتونه ترسره کړي دي.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د مارچ په ۱۴مه د د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان مفتشینو معلومه کړه چې ۱۰ بیرله ۲.۵ ټنه طبیعي یورانیم چې چارواکو یې مخکې په یوه ټاکلي ځای کې د ذخیره کولو راپور ورکړی و، په ټاکلي ځای کې ندي موندلي.
په اعلامیه کې یادونه شوې چې د اټومي انرژۍ نړۍوال سازمان له ټاکل شوي ځای څخه د یورانیمو د استخراج او د هغه د اوسني وضعیت د روښانه کولو لپاره اقدام کړی.
په بیان کې ددې خبرې په ټینګار ویل شوي دي چې د نوموړې موضوع په باید هر څه ژر تحقیقات او څیړنې پيل شي ، "د اټومي موادو د اوسني موقعیت په اړه د معلوماتو له لاسه ورکول ممکن د رادیولوژیکي خطر او همدارنګه د اټومي خوندیتوب اندیښنې رامینځته کړي."
په اعلامیه کې ویل شوي چې د اټومي انرژۍ نړیوال سازمان د اټومي خوندیتوب د نړیوالو معیارونو او د اټومي خوندیتوب د لارښوونو د پلي کولو لپاره په دې برخه کې اړینې مرستې ته چمتو دی او ددې سازمان مشر رافیل ماریانو ګروسي به په دې اړه د مدیره هیئت بورډ ته خبر ورکولو ته لړۍ ته دوام ورکړي.
اړوند خبرونه

سویلي کوریا او امریکا د شمالي کوریا پولې ته نږدې سیمه کې په نظامي تمرینونو کې ریښتیني مهمات وکارول.
سویلي کوریا او امریکا د شمالي کوریا پولې ته نږدې د حقیقي مرمیو سره تطبیقات وکړل