بلینکن :په ټوله نړۍ کې مسلمانان د عقیدې پر اساس له تبعیض او کرکې سره مخ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې په ټوله نړۍ کې مسلمانان په مکرر ډول د عقیدې پر اساس له تبعیض او کرکې سره مخ دي.

1960651
بلینکن :په ټوله نړۍ کې مسلمانان د عقیدې پر اساس له تبعیض او کرکې سره مخ دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې په ټوله نړۍ کې مسلمانان په مکرر ډول د عقیدې پر اساس له تبعیض او کرکې سره مخ دي.

بلنکین د مارچ د ۱۵مې د اسلاموفوبیا پر ضد د نړیوالې ورځې په مناسبت په خپله وینا کې وویل ، هر څوک په هر ځای کې د بیان، وجدان، مذهب او عقیدې د ازادۍ  او حتی په هیڅ عقیدې د باور نه کولو او دین د بدلولو په برخه کې ازادي لري.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل ، مسلمانان په پرله پسې ډول په ټوله نړۍ کې د عقیدې پر بنسټ د تبعیض او کرکې سره مخ دي، "هر فرد د خپلو عقایدو د څرګندولو، عملي کولو او ښوونې آزادي لري، یا په انفرادي یا ډله ایزه توګه، په ښکاره یا پټه."

" نن، موږ ستاسو پام د نړۍ په ګوټ ګوټ کې هغو خلکو ته رااړوو چې  مسلمان والي او خپل عبادت د ترسره کولو په دلیل نیول شوي، بندیان شوي یا حتی وژل شوي . امریکا به د خلکو لپاره د دوی د وجدان سره سم ژوند کولو د زمینې برابرولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي. په داسې حال کې چې مسلمانان د نړۍ په ګوټ ګوټ کې روژه مبارکې میاشتې ته چمتوالی نیسي ، روژه نیسې او نورو ټولنو په اړه فکر کوي ، راځئ هڅه وکړو چې په امریکا او نورو هېوادونو کې له کرکې سره مبارزه وکړو."

ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲ کال کې د مارچ ۱۵مه د اسلاموفوبیا پر وړاندې د نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه.



اړوند خبرونه