سعودي په کوربه جوړ شوي ملګرو ملتونو کنفرانس ته بلل شوي اسرائیلي پلاوي ته سعودي عربستان ویزه ورنکړه
سعودي عربستان چې د ملګرو ملتونو د ګرځندوی نړیوال سازمان د کنفرانس کوربه توب کوي اسرائیلي پلاوي ته د ویزې ورکولو نه ډډه وکړه.

سعودي عربستان چې د ملګرو ملتونو د ګرځندوی نړیوال سازمان د کنفرانس کوربه توب کوي اسرائیلي پلاوي ته د ویزې ورکولو نه ډډه وکړه.
د اسرائیلو د عامه نشراتو د ادارې د خبر له مخې، سعودي عربستان د ګرځندوی د نړیوال سازمان په کنفرانس کې د ګډون لپاره رابلل شوي اسرائیلي پلاوي ته د ویزې له ورکولو ډډه وکړه.
د بلومبرګ امریکايي نشراتي ارګان په خبر کې ویل شوي چې د ریاض ادارې د دې چلند لپاره کوم دلیل نه دی ښودلی او د ملګرو ملتونو له غوښتنې سره سره چې د سازمان له ټولو غړو سره د مساوي چلند غوښتنه کړې ده، بیا هم د ویزې ورکولو نه ډډه کړې ده .سعودي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي .د ګرځندوی نړیوال سازمان له خوا د ۱۸ هېوادونو د ۳۲ سیاحتي کلیو په اړه دوه ورځنی کنفرانس پرون د سعودي عربستان په العلا ښار کې پیل شو.
د سعودي عربستان او اسرائیلو ترمنځ ډیپلوماتیکې اړیکې نشته.
برسېره پردې، د مارچ په لسمه د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلولو په اړه د سعودي عربستان او ایران ترمنځ موافقه، تمه کیږي چې د اسرائیل او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د "نورمال کولو امکانات" باندې منفي اغیزه وکړي.