انګلستان د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې په مبارزه کې ډیر جدي ګام اوچت کړ.

انګلستان د ناقانونه کډوالۍ د مخنیوي په خاطر د قانون نوې لایحه جوړه کړې ده

1956687
انګلستان د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې په مبارزه کې ډیر جدي ګام اوچت کړ.

انګلستان د ناقانونه کډوالۍ په وړاندې په مبارزه کې ډیر جدي ګام اوچت کړ.

د انګلستان  د کورنیو چارو وزیرې سویلا بریورمن اعلان وکړ چې د حکومت له خوا د چمتو شوي لایحې له تصویب سره به هغه غیرقانوني کډوال چې په ناقانونه توګه د کښتیو له لارې دغه هیواد ته داخلیږي په ۲۸ ورځو کې له قضايي بیا کتنې او ضمانت پرته شړل کیږي.

بریورمن په پارلمان کې وکیلانو ته د محافظه کار ګوند د حکومت لخوا چمتو شوې د  قانون مسودې  په اړه چې انګلستان ته د کوچینو کښتیو په واسطه د انګلیس کانال له لارې د راتلوونکو ناقانونه کډوالو مخینوی کوي په اړه معلومات ورکړل.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې حکومت ژمنه کړې چې د کډوالو کښتیو مخه به ونیسي . هغې  وویل چې انګلستان له۲۰۱۵  کال راهیسې له ۱۵۰ زرو څخه ډیر  هانګ کانګ، ۱۶۰ زرو څخه ډیر  اوکرایني او ۲۵ زرو څخه ډیر  افغان  کډوالو  سره مرسته کړې ده.

هغې ددې خبرې په ټینګار وویل چې پخپله هم د یوې کډوالۍ کورنۍ غړې ده ، خو  د هغه ناقانونه کډوالو پر خلاف چې زموږ د سرحداتو سرغړونه کوي  اقدام نه کول به د خلکو سره  چې موږ يي د خدمت لپاره ټاکلي یو ستر خیانت وي. د کډوالو د کښتیو  ستونزه  د کډوالو د  نړیوال بحران یوه برخه ده. او په راتلوونکو کلونو کې به  د انګلستان په څیر پرمختللي هیوادونه د کډوالو د لا ستر فشار  سره مخ شي.  

"که چیرې موږ نن ورځ پدې اړه جدي ګامونه اوچت نکړو، سبا به وخت له وخته تیر وي."

هغې وویل چې هره ورځ  یو زیات شمیر  خلک د انګلیس کانال نه د تیریدو  په هڅه کې خپل ژوند له لاسه ورکوي."غیرقانوني کډوالو زموږ د کډوالۍ پر  سیسټم باندې هم  ډیر فشار راوړي. له ۱۶۰۰۰۰  څخه زیاتې غوښتنې شتون لري.

همداشان د کډوالۍ مسئلې د هیواد پر بودیجې هم ډیر زیات فشارونه وارد کړي دي. د کال ۳ میلیارده پونډه مصرف لري .

هغې زیاته کړه چې  "له ۲۰۱۸ کال راهیسې تر ۸۵۰۰۰ تنو ډیر ناقانونه کډوال انګلستان ته داخل شوي  دي. یوازې په ۲۰۲۲ کال کې ۴۵۰۰۰ تنه  راغلي دي..

دوی ټول د یو یا دوو خوندي هیوادونو له لارې دلته راغلي دي چې کولی شي  چې هلته هم پناه وغواړي.

ځینې یې د البانیا په څیر د خوندي هیوادونو نه راځي.

دا ټول د فرانسې له لارې راځي .

دوی جرمي سازمانونو ته په زرګونو پونډه ورکوي  او هغوې لا پسې شتمن کوي.

هغې وویل چې ناقانونه کډوالو پخپله د انګلستان قوانین د انګلستان پر خلاف کارولي دي "موږ عاجلو اصلاحاتو ته اړتیا لرو. دا حکومت نشي کولی  کیني او  انتظار وکړي."

بریورمن وویل چې ددینه وروسته به کډوال  او پناه غوښتونکي د هوټلونو پرځای په نظامي سیمو کې په تاسیساتو کې ځای په ځای کړي. ناقانونه کډوال به د دوی اصلي هیواد یا دریم هیوادونو لکه روانډا ته انتقال کړو. هغه وویل چې په تیرو دوو کلونو کې د کښتیو په واسطه انګلستان ته د راغلو کډوالو شمیر ۵۰۰ سلنه لوړ شوی دی.

هغه روندا ته د کډوالو د لومړنۍ الوتکې د راستنولو په برخه کې د اروپا د بشري حقونو محکمې پر پریکړې سخته نیوکه وکړه او زیاته کړه چې او زیاته کړه د قانون دا نوې مسوده به د هغه غیرو شفافو او د نیمې شپې د پریکړو مخه ونیسي چې زمونږ د پولو د خوندي کولو ته زیان رسوي.



اړوند خبرونه