د سویډن لومړي وزیر اعتراف وکړ چې دوی د ترهګرو سازمانونو مالي فعالیتونو ته  جدي پاملرنه نده کړې.

د سویډن لومړي وزیر الف کریسټرسن اعتراف وکړ چې دوی د ترهګرو سازمانونو مالي فعالیتونو ته  جدي پاملرنه نده کړې.

1956394
د سویډن لومړي وزیر اعتراف وکړ چې دوی د ترهګرو سازمانونو مالي فعالیتونو ته  جدي پاملرنه نده کړې.

د سویډن لومړي وزیر الف کریسټرسن اعتراف وکړ چې دوی د ترهګرو سازمانونو مالي فعالیتونو ته  جدي پاملرنه نده کړې.

الف کریسټرسن په پلازمېنه ستاکهولم کې د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره په ګډه خبري غونډه کې خبرې وکړې.

کریسټرسن په خپلو خبرو کې له ترهګرۍ سره د مبارزې نه یادونه وکړه.

کریسټرسن ددې خبرې په ټینګار وویل چې  سویډن په هیواد کې د تروریستي سازمانونو مالي فعالیتونو تر دې دمخه  جدي پاملرنه نوه کړې.

"اوس موږ دې مسئلې ته په ډیره جدي توګه پاملرنه کوو. موږ پوهیږو چې هغه خلک چې د PKK لپاره پیسې راټولوي مختلف جنایي لارې کاروي او بل دا چې دوی د تروریزم تمویل کوي. د سازمان شوي جرمونو سره په مبارزه کې د حکومت تمرکز به د PKK کار ډیر ستونزمن کړي."

کریسټرسن دې ته په اشارې سره چې د تروریزم په اړه د جزا نوی قانون به د مارچ په نهمه د سویډن په پارلمان کې تصویب شي، وویل: "د دې قانون سره به د تروریستي سازمانونو سره یوځای کیدل او د مالي تمویل مخه ونیول شي. قانون به د جون له لومړۍ نیټې څخه نافذ شي."

کریسټرسن وویل چې هیواد یې د نړیوال تروریزم سره د مبارزې لپاره دې قانون ته اړتیا لري.

"د سویډن، فنلنډ او تورکیې ترمنځ درې اړخیز تفاهم لیک له ترهګرو ډلو سره په ګډه مبارزه غواړي.".

تورکیه د ناټو په سازمان کې د  فنلنډ او سویډن چې د جون په ۲۸ مه د اسپانیا په مادرید ښار کې د ناټو په سرمشریزه کې د غړیتوب غوښتنه کړې وه، نه منظوروي. انقره د نوموړو دوو هیواونو نه چې په ښکاره توګه د ترهګرو نه ملاتړ کوي د ترهګرو پر خلاف د مبارزې غوښتنه کوي  او پدې برخه کې په کړو ژمنو د عمل کولو غوښتنه کوي.



اړوند خبرونه