روسیې د امریکا سره لاسلیک کړي د نوي سټارټ په تړون کې خپل غړیتوب وځنډو
د روسیې ولسمشر د امریکا سره د نوي سټارټ په تړون کې د روسیې غړیتوب د ځنډولو په اړه قانون لاسلیک کړ.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه قانون چې له مخې د امریکا سره د ستراتیژیکو وسلو د کمولو او د بین البراعظمي اټومي بالستیک توغندیو د کنټرول لاندې د نیولو په موخه لاسلیک کړي د سټارټ په نامه په ټړون کې د روسیې غړیتوب وځنډو لاسلیک کړ.
د ولسمشر پوتین لخوا لاسلیک شوی دا قانون چې د روسیې د دولتي قوانینو د معلوماتو سیسټم کې خپور شوی دی له مخې د روسیې او امریکا ترمنځ د نوي سټارټ تړون وځنډول شو.
د قانون له مخې، ولسمشر پوتین ته د سټارټ په تړون کې د هیواد د بیا یو ځای کولو صلاحیت هم ورکړ شوی دی.
ولادیمیر پوتین د فبرورۍ په ۲۱ مه د فدرالي اسمبلۍ غونډې ته په خپله وینا کې وویل چې دوی له امریکا سره په نوي سټارټ تړون کې د روسیې ګډون وځنډاوه.
د روسیې د پارلمان ولسي جرګې دولتي دوما هم د فبرورۍ په ۲۲مه د دغه تړون د لغوه کولو قانون تصویب کړ.
امریکا متحده ایالتونو په ۱۹۹۱ کال د شوروي اتحاد او په ۱۹۹۳ کال کې د روسیې د فدراسیون سره د لاسلیک کړو د ستراتیژیکو وسلو د کمولو تړونونو سټارټ ۱ او سټارټ ۲ د تړونونو دوام ( نوی سټارټ ) تړون د واشنګټن او مسکو ترمنځه د ستراتیژیکو وسلو د کمولو په اړه نافذ وروستی تړون وو.
دا تړون د اوږد واټن اتومي وسلو او توغندیو محدودیتونه وضع کوي.
دغه لس کلن تړون چې د ۲۰۱۱ کال د فبرورۍ په ۵ نېټه نافذ شو، د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ په ۵ نېټه پای ته ورسېد.
د روسیې ولسمشر پوتین د ۲۰۲۱ کال د جنورۍ په ۲۹مه د دغه تړون د ۵ نورو کلونو لپاره د غځولو پرېکړه لاسلیک کړه.
امریکا هم د ۲۰۲۱ کال د فبروري په ۵ د دې تړون د تمدید اعلان وکړ.
اړوند خبرونه
د روسیې د دفاع وزارت مرستیال تیمور ایوانوف د رشوت اخیستو په شک ونیول شو.
د روسیې د تحقیقاتو کمیټې د دفاع د مرستیال وزیر تیمور ایوانوف د توقیف په اړه څرګندونې وکړې.