بایدن : ګمان کوي چې د امریکا په هوايي حریم کې کشف شوي الوتکې شیان د جاسوسۍ ځانګړتیا نه درلوده
بایدن : "موږ د چین سره د جګړې یا شخړې نه بلکې د رقابت په لټه کې یو، مونږ د نوې سړې جګړې په لټه کې نه يو."
د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي، داسې ګومان کوي چې پدې وروستیو کې د امریکا په هوايي حریم کې لیدل شوي او د امریکا د پوځ له خوا غورځول شوي درې شیان د جاسوسۍ ځانګړتیاوې نه لري او د خصوصي شرکتونو پورې اړوند وو.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د فبرورۍ په څلورمه د چینایي "جاسوس بالون" د ویشتل کیدو او وروسته بیا د امریکا په فضا کې درې الوتونکي شیان د کشف او له منځه وړولو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.
بایډن وویل چې د لومړي بالون سربیره ، وروستي درې غورځول شوي توکي د جاسوسۍ موخو لپاره ندي کارول شوي.
هغه وویل دوی فکر کوي نوموړي درې توکي د تحقیق یا ساتیرۍ موخو لپاره بالونونه دي چې د خصوصي شرکتونو پورې اړه لري ، بایډن وویل چې استخباراتي واحدونه د شیانو په اړه تحقیق ته دوام ورکوي.
بایدن ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا امریکا ولې دا درې شیان راوغورځول وویل، دا په اصل کې زمونږ د ملي حاکمیت نه سرغړونه وه. مونږ د خپل حاکمیت نه سرغړونه په هیڅډول منلی نشو.
بایدن وویل هر هغه څه چې ددوې هیواد ته ګواښ جوړوي هغه به له منځه یوسي.
بایدن وویل چې د چین د ولسمشر شي جین پینګ سره د خبرو په تمه دی.
"موږ د چین سره د جګړې یا شخړې نه بلکې د رقابت په لټه کې یو، مونږ د نوې سړې جګړې په لټه کې نه يو."