د مایکروفون بندول يي هیر شوي وو، ښکنځل يي ټولو واوریده
د اروپایی ټولنې کمیسیون غړي اولیور ویرهیلي چې د اروپا پارلمان په غونډه کې د خپل مایکروفون بندول هیر کړي وو ، د هغه لخوا د پارلمان وکیلانو ته ښکنځل د ټولو لخوا واوریدل شوه.
د اروپایی ټولنې کمیسیون غړي اولیور ویرهیلي چې د اروپا پارلمان په غونډه کې د خپل مایکروفون بندول هیر کړي وو ، د هغه لخوا د پارلمان وکیلانو ته ښکنځل د ټولو لخوا واوریدل شوه.
ویرهیلي چې د بلجیم په پلازمینه بروکسل کې د د اروپا د پارلمان په عمومي غونډه کې د "لویدیځ بالکان په لور د پراختیا پالیسي" په غونډه کې ګډون کړی وو د پارلمان د وکیلانو پوښتنې ځواب کړې.
وکیلانو ډېرې زیاتې پوښتنې وکړې او غونډه اوږده شوه. پداسې حال کې چې ویرهیلي د مایکروفون بندول هیر کړي وو په خپله مورنۍ ژبه هنګري باندې وویل چې په لست کې نور احمقان پاتې دي او که نه؟ د هغه دا خبره د ټولو وکیلانو لخوا واوریدل شوه.
له دې وروسته، د هنګري مخالف ګوند، دیموکراتیک ایتلاف، د ویرهلي د استعفا غوښتنه وکړه. د سوسیال ډیموکراټ ګوند استازي سانډور رونای وویل " د اروپا په پارلمان کې کې دا معمول نه دی چې څوک خپلو مخالفینو ته د احمقانو خطاب وکړي.
نوموړي ګوند اعلان وکړ چې ددې پیښې راپور به د اروپایی کمیسیون رئیس ته ورکړي.