سویډن دا ځل د قرانکریم سوځولو ته اجازه ورنکړه

په سویډن کې د ډنمارک د ښي اړخي سخت دریځ ګوند (سټرام کورس) د مشر راسموس پالودان لخوا د تورکیې د سفارت په مخکې د قرانکریم د سوځولو نه وروسته ، دا ځل يي په د ستاکهولم  د تورکیې سفارت مخې ته د قران کریم د سوځولو اجازه ورنکړه.

1944216
سویډن دا ځل د قرانکریم سوځولو ته اجازه ورنکړه

په سویډن کې د ډنمارک د ښي اړخي سخت دریځ ګوند (سټرام کورس) د مشر راسموس پالودان لخوا د تورکیې د سفارت په مخکې د قرانکریم د سوځولو نه وروسته ، دا ځل يي په د ستاکهولم  د تورکیې سفارت مخې ته د قران کریم د سوځولو اجازه ورنکړه.

د ستاکهولم د پولیسو ویاندې اولا اوسترلینګ وویل چې یو تن ، چې د سویډن  په پلازمینه  ستاکهولم  کې د تورکیې د سفارت مخې ته  د قران کریم د سوځولو د اجازې غوښتنه کړې وه ، غوښتنه رد شوه او اجازه ورنکړې شوه.

اوسټرلینګ وویل، "مونږ مخکې له دې چې پریکړه وکړو، د سویډن د استخباراتو له ادارې SEPO سره په دې اړه خبرې اترې وکړې. په پایله کې، مونږ پریکړه وکړه چې د یاد کس غوښتنه رد کړو او اجازه ورنکړو."

د ویلو ده سویډن پولیسو د نوموړي کس چې د قرانکریم د سوځولو د اجازې غوښتنه يي کړې وه هویټ پټ ساتلی دی.

د ډنمارک د ښي اړخي سخت دریځه ګوند مشر راسموس پالودان د جنورۍ په ۲۱ مه د سویډن په پلازمینه ستاکهولم کې د تورکیې  د سفارت مخې ته د قران کریم نسخې وسوځولې. نوموړي دا کار د سویډن د پولیسو د قوي امنیتي تدابیرو لاندې وکړې.

د سویډن د حکومت لخوا په پالودان کې د قران کریم د سوځولو اجازه د ډیرو اسلامي هیوادونو په ځانګړې توګه تورکیې له غبرګون سره مخ شوه.

پالودان د جنورۍ په ۲۷ د ډنمارک په کوپنهاګن کې د جومات مخې ته او د تورکیې د سفارت مخې ته قران کریم وسوځاوه.

په هالنډ کې د لوېدیځ د اسلامي کولو غپر وړاندې د وطنپالو اروپایانو  د غورځنګ مشر اډون واګینسویلډ په هاګ کې قرآن کریم وسوځاوه.

د ویلو ده چې تورکیې د ټولو اروپايی هیوادونو او په ځانګړې توګه د سویډن پر خلاف چې قرانکریم سوځولو ته اجازه ورکړې وه ډیر سخت غبرګون وښود.

د تورکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل ، تر کومه چې سویډن زمونږ عقیدې او دیني ارزښتونو ته درناوی زده نکړي مونږ به په ناټو سازمان کې ددې هیواد  غړیتوب ته تصویب نکړو.


پيوندونه: #قرانکریم , #سویډن

اړوند خبرونه