اروپايي ټولنه غواړي د تورکیې او سوریې د زلزله ځپلو لپاره مرستې کنفرانس جوړ کړي
د اروپایی ټولنې ادارې اعلان وکړ چې دوی به د مارچ په پیل کې د تورکیې او سوریې د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د بسپنه ورکوونکو کنفرانس تنظیم کړي .

د اروپایی ټولنې ادارې اعلان وکړ چې دوی به د مارچ په پیل کې د تورکیې او سوریې د زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره د بسپنه ورکوونکو کنفرانس تنظیم کړي .
د اروپايي ټولنې د کمیسیون لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د کمیسیون مشرې اروسولا وان دیر لاین او د اروپايي ټولنې د دوره يي مشر د سویډن لومړي وزیر الف کریسترسن ویل دوې غواړي چې د تورکیې د چارواکو په همغږي دغه ډول کنفرانس جوړ کړي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د نړیوالې ټولنې موخه په تورکیه او سوریه کې د زلزله ځپلو لپاره د مالي مرستو جلب کول دي او دغه کنفرانس به د مارچ میاشتې په پیل کې د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې جوړ شوي.
د ویلو ده چې په لوړه کچه جوړیدونکې پدې کنفرانس کې به د ګاونډي هیوادونو ، ملګروملتونو غړیو هیوادونو او اروپايي ټولنې سربیره نړۍوال مالي سازمانونه او نورې ادارې ګډون وکړي. دا کنفرانس به د اروپايي ټولنې د پراختیا او ګاونډیتوب د چارو مسئول غړي او سویډن د لومړي وزیر په مشرۍ جوړ شي.
وان دیر لاین وویل، "موږ د ترکیې خلکو او د سوریې خلکو ته دا پیغام ورکوو: اروپايي ټولنه به ستاسو ملاتړ وکړي. هیڅوک باید د داسې غمیزې په وړاندې یوازې پاتې نه شي." هغې وویل چې زمونږ لومړیتوب باید د خاورو لاندې نه د خلکو ژوند ژغورل دي. که چیرې یو تن هم ژوندی وژغورو دا به زمونږ لپاره تر ټولو مهمه وي.
د سویډن لومړي وزیر کریسټرسن هم ویلي چې دا زلزلې په وروستیو کې بې سارې وې او ویې ویل، د زلزلې اغیزې په رښتیا هم وېروونکې دي.
کریسټرسن یادونه وکړه چې دوی هیله لري چې د اروپایي اتحادیې مرستې په داسې سخت وخت کې د تورکیې او سوریې د زلزله ځپلو اړتیاوو پوره کولو لپاره کافي وي.