د انګلستان او اوکراین ترمنځ د "لندن اعلامیه" لاسلیک شوه.
د انګلستان او اوکراین ترمنځ د "لندن اعلامیه" لاسلیک شوه، چې موخه یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا ده.

د انګلستان او اوکراین ترمنځ د "لندن اعلامیه" لاسلیک شوه، چې موخه یې د دواړو هیوادونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا ده.
دغه اعلامیه د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي انګلستان ته د خپل سفر پر مهال د نوموړي هیواد د لومړي وزیر ریشي سناک په لندن کې لاسلیک کړه.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې روسیې په ۲۰۱۴ او ۲۰۲۲ کال کې په اوکراین د بریدونو سره ، د اروپا په امنیت او د خلکو د خپلواکۍ حق باندې بریدونه دي. دوی زموږ ازادي ګواښي.".
په اعلاميه کې پر دې ټينګار شوی چې انګلستان او اوکراين له روسيې پر خلاف په پيوستون ولاړ دي، انګلستان به د اوکراين له خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا او پولو څخه په کلکه ملاتړ ته دوام ورکړي.
په اعلامیه کې، دا په ګوته شوي چې د ناټو د غړیتوب په ګډون د اوکراین د خپل امنیت لپاره د ترسره کولو ټولو فعالیتونو او هڅو نه به ملاتړ وکړي.
"د اوکراین وسله وال ځواکونه نه یوازې د خپلې خاورې ساتنه کوي، بلکې د ملګرو ملتونو منشور هم ساتي، چې زموږ ګډ ارزښتونه او د نړیوالو قوانینو بنسټیز اصول جوړوي. زموږ هیوادونه د روسیې د نفوذ ادعا او په زور د پولو د بدلولو لپاره د هغه اقدامات ردوي. موږ د حاکمیت او خپلواکۍ له ارزښتونو دفاع کوو. موږ د دې ډاډمنتیا لپاره هوډ لرو چې د روسیې لخوا ترسره شوي ظلمونه بیا تکرار نشي."
په اعلامیه کې ویل شوي چې له اوکراین سره به پوځي ملاتړ دوام ولري او د روسیې پر ضد به د انګلستان بندیزونه دوام ولري.
په اعلامیه کې راغلي دي چې "د اوکراین له حاکمیت پرته د اروپا امنیت نه شي ترلاسه کېدای." انګلستان د زیلینسکي له لوري د وړاندې شوي د سولې پلان نه هم هرکلی کوي.
اړوند خبرونه

امریکايي ځواکونو په سوریه کې د ایراني ملیشو اړوند پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي .
امریکايي ځواکونو په سوریه کې ددوې په هډو د برید په ځواب کې د ایراني ملیشو پر مرکزونو بریدونه کړي

په هند کې د یو مندر د فرش د نړېدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی
په هندوستان کې د یو مندر د فرش د نړېدو په نتجه کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.