د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي انګلستان ته لاړ.
د اوکراین ولسمشر زیلینسکي د خپل دویم بهرني سفر په توګه انګلستان ته سفر وکړ
1943926

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي انګلستان ته لاړ.
د اوکراین ولسمشر زیلینسکي الوتکه د انګلستان په پلازمینه لندن کې د سټینسټډ په هوايي ډګر کې ښکته شوه.
زیلینسکي ته په هوايي ډګر کې د انګلستان لومړي وزیر ریشي سناک هرکلی ووایه.
سناک په خپل ټولنیز پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې
"اوکراین ولسمشر زیلینسکي ته ښه راغلاست وایو" همداشان هغه ددې شیبې یو انځور هم خپور کړی دی.
زیلینسکي د فبرورۍ په ۲۴ مه د روسیې لخوا پر اوکراین د برید او د د دواړو هیوادونو ترمنځه د جګړې له پیل راهیسې د لومړي ځل لپاره انګلستان ته سفر کوي.
د اوکراین مشر د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د امریکا متحده ایالتونو ته خپل لومړنی بهرنی سفر کړی وو.