شمالي کوریا ولسمشر خپل پوځ ته د جنګي تمریناتو د زیاتولو او جګړې ته د پوره چمتوالي د نیولو امر وکړ

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون پوځ ته لارښوونه کړې چې جنګي تمرینونه زیات کړي او د جګړې چمتووالی پیاوړی کړي.

1943031

د کوریا د مرکزي خبري اژانس  په وینا، کیم، چې پرون یې د کوریا د واکمن کارګر ګوند د مرکزي پوځي کمیسیون د غونډې مشري کوله، له پوځ څخه وغوښتل چې پوځي چمتووالی زیات کړي.

د غونډې په ترڅ کې د کمیسیون غړو د "د پوځي عملیاتو او تمرینونو پرله پسې پراخوالي او شدت" او "جګړې ته د چمتووالي" د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.

ټاکل شوې چې د شمالي کوریا د ۷۵مې کلیزې د لمانځنې مراسم سبا په پلازمېنه پیونګ یانګ کې ترسره شي.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت تیره اونۍ وویل چې د هر ډول لنډمهاله یا اوږدمهاله ګواښ په وړاندې د "زور اتومي ځواک" سره ځواب ورکولو ته چمتو دی، دلیل یې دا دی چې له جنوبي کوریا سره د امریکا زیات شوي پوځي تمرینونه په سیمه کې کړکیچ زیاتوي.

اړوند خبرونه