د روسېې او اوکراین ترمنځه د بندیانو تبادله ترسره شوه
د روسیې او اوکراین ترمنځه د بندیانو د تبادلې په نتیجه کې ۱۱۶ تنه اوکرایني پوځیان خوشې شول

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي ویلي چې د ۲۰۲۲ کال د فبرورۍ له ۲۴ راهیسې چې د روسیې او اوکراین جګړه پیل شوې، ټولټال ۱۷۶۲ اوکراینیان د روسیې له بند څخه ژغورل شوي دي.
زیلینسکي په خپل ټیلیګرام پاڼه کې په خپور کړي ویدیويي پيغام کې ویلي دي چې د روسیې او اوکراین تر منځ د بندیانو په وروستي تبادله کې ۱۱۶ نور اوکرایني سرتیري خوشي شوي دي.
زیلینسکي دې ته په اشارې سره چې د بندیانو تبادله د میاشتو راهیسې روانه ده، "د فبروري له ۲۴ راهیسې، ۱۷۶۲ اوکراینیان د روسیې له بند ژغورل شوي دي."
زیلینسکي د انګلستان له لومړي وزیر ریشي سناک سره د تلیفوني خبرو نه هم خبر ورکړ. هغه وویل چې دوی له اوکراین سره د وسلو د مرستې پر مسلو خبرې وکړې.
زیلینسکي د دې خبرې په ټینګار سره چې اوکرایني پوځیانو د انګلستان اړوند د چیلنجر ۲ ټانکونو د کارولو روزنه پیل کړې ده، وویل: "زمونږ سرتیرو لا دمخه په انګلستان کې د چیلنجر ټانکونو روزنه پیل کړې.".
زیلینسکي دې ته په اشارې سره چې په هېواد کې له ۳۴۶ ورځو راهیسې جګړه روانه ده، ټینګار وکړ چې تر ټولو سختې نښتې د اوکراین په دونیڅک سیمه کې روانې دي.
اړوند خبرونه

امریکايي ځواکونو په سوریه کې د ایراني ملیشو اړوند پر مرکزونو هوايي بریدونه کړي دي .
امریکايي ځواکونو په سوریه کې ددوې په هډو د برید په ځواب کې د ایراني ملیشو پر مرکزونو بریدونه کړي

په هند کې د یو مندر د فرش د نړېدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی
په هندوستان کې د یو مندر د فرش د نړېدو په نتجه کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.