اروپايي ټولنې له فلسطین سره د ۱۹۹ میلیونه یورو مالي مرستې اعلان وکړ.
اروپايي ټولنې د فلسطین سره نوې مالي مرسته اعلان کړه

اروپايي ټولنې له فلسطین سره د ۱۹۹ میلیونه یورو مالي مرستې اعلان وکړ.
د اروپايي ټولنې د فلسطین د دفتر لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې فلسطین ته د مرستو د بستې د اعلان په موخه د اشغال لاندې لویدیځې غاړې په رام الله ښار کې مراسم جوړ شول.
په دې مراسمو کې چې د فلسطین ولسمشر محمود عباس او د فلسطین لومړي وزیر محمد اشتیه او همدارنګه د فلسطین د مالیې وزیر شکري بشاري او د اروپايي ټولنې استازو ګډون درلود، زیاته کړه چې له فلسطین سره د مرستې نوې بسته ۱۹۹ میلیونه یورو ده.
په اعلامیه کې ویل شوي چې د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې (UNRWA) ته د ورکړل شوې مالي مرستې اندازه ۹۷ میلیونه یورو ته رسېدلې او په دې توګه د فلسطین له خلکو سره د اروپايي ټولنې د ۲۰۲۲ کال په بودیجه کې د ځانګړو شوو مرستو اندازه ۲۹۶ میلیونه یورو ته رسېدلې ده.
د فلسطین لپاره د اروپايي ټولنې استازي سوین کوهن وون برګسډورف په دې مراسمو کې په خپله وینا کې د فلسطین مسئلې ته د دوه دولتونو د حل په برخه کې خپله ژمنه څرګنده کړه.
برګسډورف وویل چې اروپايي ټولنه به د فلسطین او اسرائیلو ترمنځ د تړونونو د رعایت غوښتنه وکړي او د اقتصادي او مالي اصلاحاتو لپاره به د فلسطین له حکومت سره کار ته دوام ورکړي.
د بله پلوه د فلسطین د رسمي خبري اژانس WAFA د خبر له مخې د فلسطین ولسمشر عباس د دوو دولتونو د حل لپاره د اروپايي ټولنې د سیاسي ملاتړ او په نړیوالو غونډو کې د فلسطین د خلکو د ملاتړ له امله مننه وکړه.