اتریش د ۴ روسي دیپلوماتانو د شړولو پریکړه وکړه.

اتریش د ۴ تنو روس ډیپلوماټانو نه هر څه ژر ددې هیواد نه د وتو غوښتنه کړې

1941106
اتریش د ۴ روسي دیپلوماتانو د شړولو پریکړه وکړه.

اتریش د ۴ روسي دیپلوماتانو د شړولو پریکړه وکړه.

د اتریش د بهرنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې له څلورو روسي ډیپلوماټانو غوښتي چې له دې هېواده ووځي. سویډن نوموړي روس ډیپلوماټان د خپلې دندې او ماموریت سره په تناقض کې په کړو او چلند تورن کړي دي.

د اتریش د  بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپور شوي بیان کې ویل شوي چې په ویانا کې د روسیې د سفارت دوه  تنه ډیپلوماتان  د خپلې دندې او ماموریت سره په تنافض کې د چلند او کړونو له امله  د نامطلوب اشخاصو په توګه اعلان شوي  او د هغوې نه هر څه ژر د اتریش د خاورې نه د وتو غوښتنه شوې ده . په بیان کې چې ویل شوي، همداشان    په ویانا کې د ملګروملتونو په دایمې استازیتوب کې  د روسیې دوه تنه ډیپلوماټان هم د نامطلوبه اشخاصو په توګه اعلان شوي او له هغوې څخه  له دې هېواده د وتو غوښتنه شوې ده .  په بیان کې راغلي دي چې نوموړو روس ډیپلوماټانو ته د اتریش د خاورې د وتو په خاطر د فبروري تر ۸ مې نیټې مهلت ټاکل شوی دی.



اړوند خبرونه