د جنوبي افریقا په ختیځ کیپ ولایت کې د زوکړې په جشن د وسله والو برید په نتیجه کې اته کسان وژل شوي دي.
په جنوبي افریقا کې په وسله وال برید کې ۸ تنه وژل شوي دي
1939407
د جنوبي افریقا په ختیځ کیپ ولایت کې د زوکړې په جشن د وسله والو برید په نتیجه کې اته کسان وژل شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې په برید کې ۳ تنه ټپیان شوي دي.
د پولیسو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا پېښه په ځايي وخت د مازدیګر د ۵:۱۵ او ۵:۳۰ بجو ترمنځ په یوه کور کې رامنځته شوې ده.
دوو وسله والو پر هغو میلمنو ډزې وکړې چې د زوکړې د لمانځنې په خاطر سره په راټول شوي وو.
پوليس وايي د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي او د پېښې د لامل په اړه پلټنې روانې دي.