په اسپانیا کې په دوو کلیسو برید شوی
په اسپانیا کې په دوو کلیساګانو جلا جلا بریدونه شوي

د اسپانیا په جنوب کې د کادیس شار په الجیکراس ولسوالۍ کې یوه کس په دوو کلیساګانو باندې د چړې په وسیله برید کړی چې له امله یې یو پادری وژل شوی او ۴ تنه ټپیان شوي دي.
د اسپانیا د رسنیو د خبر له مخې ، یو کس په الجیکیراس کې په ځايي وخت ماسخوتن په شاوخوا ۹ بجو او ۳۰ دقیقو کې په دوو کلیساګانو برید وکړ، یو پادری یې وواژه او لږ تر لږه څلور کسان یې ټپیان کړل.
عیني شاهدانو ویلي دي چې برید د الجیکیراس په مرکز کې ترټولو لوی کلیسا د نوسترا سینورا دی لا پالما باندې شوی دی. برید کوونکي د کلیسا پادری ډیاګو سره د لفظي شخړې نه وروسته په هغه برید وکړ او هغه يي وواژه .
په خبرکې ویل شوي، ددې برید نه وروسته په یوه بله کلیسا برید وکړ. دلته هم د یو پادري په ګډون ۴ تنه ټپیان کړل.
ویل کیږي د ټپیانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ ندی.
د اسپانیا دولتي تلویزیون اعلان کړی چې برید کونکی د پولیسو لخوا نیول شوی دی. برید کوونکی ۲۵ کاله عمر لري او د مراکش وګړی دی.
په راپور کې ویل شوي چې د څارنوالۍ دفتر، د پیښې په اړه یې څیړنې پیل کړي، ویلي دي کیدای شي چې دا یو تروریستي برید وي.
اړوند خبرونه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جاپان له صدراعظم کیشیدا فومیو سره لیدنه وکړه.
د دویمې نړۍوالې جګړې نه وروسته دا لومړی ځل دی چې د جاپان یو لومړی وزیر د جګړې د سیمې نه لیدنه کوي.