امریکا په سویډن کې د قرانکریم د سوځولو اقدام غندلی ندی

امريکا متحده ايالتونو  د سویډن په ستاکهولم کې د تورکيې د سفارت مخې ته د قران کريم سوځول نه دي غندلي، خو ددې پیښې نه يي د سپکاوۍ او کرکۍ نه ډک یو عمل په توګه یادونه وکړه.

1936914
امریکا په سویډن کې د قرانکریم د سوځولو اقدام غندلی ندی

امريکا متحده ايالتونو  د سویډن په ستاکهولم کې د تورکيې د سفارت مخې ته د قران کريم سوځول نه دي غندلي، خو ددې پیښې نه يي د سپکاوۍ او کرکۍ نه ډک یو عمل په توګه یادونه وکړه.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نید پرایس په ورځني خبري کنفرانس کې د پوښتنو د ځوابولو پر مهال په ستاکهولم کې د تورکیې د سفارت مخې ته د قران کریم د سوځولو په اړه هم خبرې وکړې.

نیډ پرائس وویل، "د ډیموکراسۍ د عناصرو په توګه، مونږ د انسجام ، غونډو او لاریون د  حق ملاتړ کوو. په هرصورت، لکه څنګه چې د سویډن لومړي وزیر (الف کریسټرسن) ویلي دي، د یو داسې  کتاب سوځول چې د ډیرو خلکو لپاره سپیڅلي وي د سپکاوي عمل دی."

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې  هر هغه  څه چې  قانوني دي د دې معنی نلري چې مناسب وي. پرایس یادونه وکړه چې په ۲۰۱۰ کال کې په فلوریډا کې هم یو پادری پلان درلود چې د قران کریم د سوځول  تنظیم کړي، "ځینې شیان قانوني مګر بد وي."

هغه زیاته کړه چې "په عینې حال کې، مونږ پوهیږو چې په سویډن کې  ددې ناوړه اقدام انګیزه څه ده. مونږ پدې پوهیږو چې  دا  ناوړه عمل د اتلانتیک په اوږدو کې زمونږ د اروپایي متحدینو ترمنځ د یووالی کمزوری کولو په موخه ترسره شوی دی."

ویاند زیاته کړه چې دا عمل د سویډن د حکومت کړنه نه ده، بلکې دا عمل د هغه بد نیتو کار دی چې غواړي د سویډن او تورکیې ترمنځه اړیکې خرابې کړي. دا  په ښکاره یو پاروونکی اقدام دی.

د بله پلوه د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان پییر بیا  د سویډن په پلازمینه  ستاکهولم کې د تورکیې د سفارت مخې ته د قران کریم د سوځولو په اړه وویل چې ، مونږ  د سویډن لومړي وزیر الف کریسترسن هغه څرګندونو نه ملاتړ کوو چې ویلي دي  دا عمل ممکن قانوني وي، خو د یو داسې کتاب سوځول چې د د ډیرو لپاره  سپیڅلی وي سوځول مناسبه نده . کیدای شي چې قانوني بڼه ولري خو دا سپکاوي ډک یو عمل دی.



اړوند خبرونه