د امریکا د کلیفورنیا په ایالت کې دا ځل دوه غبرګ وسله وال بریدونه شوي.

د امریکا په کلیفورنیا ایالت کې په  دوو جلا جلا وسله والو بریدونو  کې ۷ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

1936863

دغه بريدونه د هاف مون بای  ښار په دوو جلا جلا سيمو کې شوي دي.

بریدګر چې لومړی یې یو فارم په نښه کړ، دلته یې ۴ کسان ووژل او بیا یې فارم ته نږدې ۳ نور کسان ووژل.

پولیسو د برید کوونکي هویت اعلان کړی دی. پولیسو ویلي دي چې دا برید د ۶۷ کلن ژاو چونلي په نامه د یو تن لخوا شوی دی چې د پولیسو د ټیمونو له خوا د موټر په پارکینګ کې په یوه موټر کې نیول شوی. هغه وسله هم په موټر کې وموندل شوه چې په بریدونو کې یې کارولې وه.

پولیسو ویلي دي ګمان کیږي چې برید کوونکی یو کرنیز فارم ګارکر وي .

امریکا د نوي کال په لومړیو دریو اونیو کې د ۳۸ ډله ایزو ډزو شاهده وه.

د ویلو ده چې تیره ورځ هم د امریکا د کلیفورنیا په ایالت کې یو وسله وال برید شوی وو چې په نتیجه کې ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.

تیره ورځ د امریکا مونیټري پارک په ښار کې د چیناییانو د نوي کال د لمانځونو په مراسمو برید شوی وو چې په نتیجه کې د برید کوونکي په ګډون ۱۱ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.

اړوند خبرونه