روسیې د استونیا د سفیر د شړولو پریکړه وکړه.
روسیې په مسکو کې د استونیا له سفیر مارګوس لایدرې غوښتي چې له دغه هېواده ووځي.

روسیې د استونیا د سفیر د شړولو پریکړه وکړه.
روسیې په مسکو کې د استونیا له سفیر مارګوس لایدرې غوښتي چې له دغه هېواده ووځي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپور شوي بیان کې یادونه شوې چې استونیا پریکړه کړې چې په تالین کې د روسیې په سفارت کې د کارمندانو شمیر کم کړي.
په بیان کې راغلي دي چې د استونیا د هیواد دا پریکړه یو "غیر دوستانه" ګام دی. په باالمثل ځواب کې په مسکو کې د استونیا سفیر لایدری د بهرنیو چارو وزارت ته احضار شوی.
"روسیې په ځواب کې پریکړه وکړه چې په دواړو هیوادونو کې د ډیپلوماټیک نمایندګۍ کچه د شارژډافیرانو کچې ته راټیټه کړي. سفیر ته د استونیا د حکومت د کړنو له امله یو احتجاج یاداښت ورکړل شو د هغه نه د ۲۰۲۳ کال د فبروري تر ۷ مې نیټې پورې د روسیې نه د وتو غوښتنه وشوه. روسیه ویلي دي چې د استونیا په اړیکو کې د موجود وضعیت د رامنځته کولو ټول مسؤلیت د استونیا په غاړه دی. مونږ به په راتلونکي کې د استونیا د ادارې د دښمنانه ګامونو په وړاندې غبرګون ته دوام ورکړو."
د استونیا د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ په ۱۱ مه غوښتنه کړې وه چې روسیه دې د فبرورۍ تر لومړۍ نیټې پورې په دغه هیواد کې د ډیپلوماټانو شمیر ۸ ته راکم کړي.
اړوند خبرونه

روسیې پر اوکراین خونړي بریدونه کړي
په اوکراین کې د روسیې د پوځ له خوا د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ۱۱ تنه وژل شوي دي.