په سویډن کې قرانکریم ته سپکاوي او سوځولو د نړۍ په کچه سخت غبرګونونه پارولي دي.

په سویډن کې قرانکریم ته سپکاوي او سوځولو په اړه سخت غبرګونونه دوام لري

1936470
په سویډن کې قرانکریم ته سپکاوي او سوځولو د نړۍ په کچه سخت غبرګونونه پارولي دي.

په سویډن کې قرانکریم ته سپکاوي او سوځولو د نړۍ په کچه سخت غبرګونونه پارولي دي.

په تورکیه کې تیره ورځ د سهار د لمانځه نه وروسته په ټولو جوماتونو کې د قرانکریم ختمونه او دعاګانې وشوې. همداشان په یو زیات شمیر ښارونو کې خلکو د سهار د لمانځه نه وروسته د سویډن د قونسلګرۍ او په پلازمینه انقره کې بیا د سفارت پر لورې لاریون وشو.

 اذربایجان په سویډن کې پر قران کریم برید  په کلکو ټکو وغنده.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د ټولنیزې مډیا له لارې په خپور شوي بیان کې  کې ویل شوي چې پر قرآن برید د کرکې وړ جنایت دی او د بیان له ازادۍ سره تړاو نه لري. په بیان کې راغلي دي چې

"مونږ په ستاکهولم کې د تورکیې د سفارت مخې ته قرآن کریم دغه سپکاوی په کلکه غندو. موږ د سویډن پر حکومت غږ کوو چې د دغه کرکې د جرم عاملین ژر تر ژره د عدالت منګولو ته وسپاري."

په همدې حال کې د شمالي قبرس د تورکي جمهوریت ولسمشر ارسين تاتار په يوه ليکلي بيان کې په سويډن کې د تورکيې د سفارت مخې ته د قران کريم سوځول غندلي او ويلي يې دي، دا ډول وحشیانه او ضد انساني  کړنلارې ټولې نړۍ ته ګواښ دی. دا په ښکاره توګه د  نړۍ  سولې ته د بم ایښودو په معنا دي."

د سینیګال ولسمشر ماکي سال په خپل ټویټر پاڼه  کې لیکلي "زه د ښي اړخه راسموس پالوډان د کرکې وړ عمل په کلکه غندم چې قرآن یې سوځولی دی."

سال وویل چې اسلاموفوبیا او د مسلمانانو ضد احساسات، چې هغه یې "کرکه" بولي، پر خلاف  باید پرته له جوړجاړي سره مبارزه وشي.

د یادونې وړ ده چې ولسمشر سال خپل پوسټونه په فرانسوي او انګلیسي دواړو ژبو کې نشر کړي دي.

د سوریې په شمال کې په بیزا، چوبان بای او مار کې په زرګونو کسانو د اسلامي ارزښتونو د سپکاوي پر خلاف په اعتراضیه لاریون کې ګډون وکړ.

مظاهره چیانو د سویډن  لخوا د ډنمارک ښي اړخه افراطي یو ګوند مشر  راسموس پالودان  ته  د قرانکریم د سوځولو د اجازې ورکولو له امله د سویډن بیرغ ته اور واچاوه او ددې هیواد پر خلاف يي سخت غبرګون وښود.

مظاهره چیانو  ددې شعارونو سره " قرآن  کریم ته غځیدلي چټل لاسونه دې مات شي"، "قرآن هغه  سپیڅلی کتاب دی چې مونږ ته د سمې لارې لارښوونه کوي"، "قرآن زمونږ لاره ده" او "د ظلم پر وړاندې چوپتیا". شیطان  کار دی".

په عراق کې د الصدر غورځنګ مشر مقتدا الصدر په سویډن کې د قران کریم د سوځولو د غندلو لپاره د یو میلیون لاسلیکونو د راټولولو او د سویډن سفارت ته د استولو غوښتنه کړې ده.

په لويديځ تراکیا كې د توركي لږكيو بنسټونو او سازمانونو هم په سويډن كې پر قرآن باندې بريد غندلى دى.

د دوستۍ او برابرۍ د سولې ګوند له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د قرآن کريم په وړاندې دغه ناوړه چلند او عمل په کلکه غندي.

د سیمې  منتخب مفتي په بیان کې په دې ټینګار شوی چې د سویډني چارواکو دا خبره د  منلو وړ نه ده چې په قرآن باندې برید د بیان د ازادۍ په توګه وګڼي.

په اعلاميه کې راغلي دي: «مونږ د لويديځې تراکیا د مسلمانو ترکانو په توګه د خپل سپېڅلي کتاب، قرآن او زمونږ د دين اسلام پر وړاندې دغه ناوړه چلند او عمل په کلکه غندو.

همداشان په امریکا کې د تورک – امریکا د ملي رهبرۍ کمیټې چې څه باندې ۱۵۵ تورکي ټولنې ددوې د چت لاندې فعالیت کوي په سويډن كې د قرآن كريم سوځول وغندل.

د ډنمارک د ښي اړخي سخت دریځه ګوند مشر راسموس پالودان د تیر خالي په ورځ په ستاکهولم کې د تورکیې د سفارت مخې ته د پولیسو د ډیر سخت امنیت لاندې قرانکریم وسوځو. همداشان سویډن پولیسو  د مظاهرې په ترڅ کې هیچا ته اجازه ورنکړه  چې افراطي پلودان ته نږدې شي.



اړوند خبرونه