په امریکا کې د چین د نوي کال د لمانځولو پر مراسمو وسله وال برید شوی دی.
د امریکا د کلیفورنیا ایالت په مونټیري پارک کې د چین د نوي کال د لمانځنې پر مراسمو د وسله وال برید په پایله کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي دي.

په امریکا کې د چین د نوي کال د لمانځولو پر مراسمو وسله وال برید شوی دی.
د امریکا د کلیفورنیا ایالت په مونټیري پارک کې د چین د نوي کال د لمانځنې پر مراسمو د وسله وال برید په پایله کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي دي.
پولیسو ویلي دي چې په برید کې لږ تر لږه ۹ تنه وژل شوي دي. د لاس انجلس د پولیسو څانګې یو تن مسئول باب بویس خبري رسنیو ته وویل چې برید په مونټیري پارک ښار کې په شپې په یو کلوپ کې شوی دی. برید د یو تن نارینه لخوا شوی دی.
پولیسو ویلي دي چې برید کوونکی چې د پیښې د ځای نه تښتیدلی وو د برید نه څه باندې ۱۰ ساعته وروسته په یو موټر کې مړ موندل شوی دی. داسې ګمان کیږي چې د برید کوونکي پخپله ځان وژنه کړي وي.
پولیسو ویلي دي چې داسې ګمان کیږي چې برید کوونکي د بل برید هوډ هم درلود . برید کوونکی د لومړني برید نه نیم ساعت وروسته په ګاونډي ښار یو بل د شپې کلوپ ته ننوتی وو خو هلته د خلکو لخوا بې وسلې شوی وو او وسله ترینه اخیستل شوې وه.
د پولیسو په وینا برید کوونکي ۷۲ کاله عمر درلود.
برید کوونکی په یو سپین رنګ موټر کې د پیښې د ځای نه تښتیدلی وو چې د پولیسو د څار لاندې وو.
پولیسو چې کله د هغه موټر پيدا کړ ولیدل چې د موټر په منځ کې برید کوونکي مړی هم پروت دی. د برید انګیزه معلومه نده.
اړوند خبرونه

روسیې پر اوکراین خونړي بریدونه کړي
په اوکراین کې د روسیې د پوځ له خوا د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ۱۱ تنه وژل شوي دي.