جرمني ویلي پدې شرط به اوکراین ته ټانکونه ورکړي چې په بدل کې امریکا دې هیواد ته جنګي ټانکونه ورکړي

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز اوکراین ته د لیوپرډ ټانکونه امریکا  لخوا دې هیواد ته د ابرام ډوله جنګي ټانکونو د ورکولو په شرط د ورکولو ادعاء شوې ده.

1935041

د زود دویچه زاتونګ ورځپاڼې د  خبر له مخې، د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز د سه شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن سره په تلیفوني خبرو  کې وویل چې دوی پدې شرط کولی شي چې اوکراین ته د لیوپارډ ټانکونه ورکړي چې  امریکا  جرمني ابرامس ډوله جنګي ټانکونه ورکړي.

په خبر کې ټینګار شوی سره ددې چې  بایډن پدې اړه هیڅ ژمنه نه ده کړې، خو  شولز دغه شرط په غونډه کې څرګند کړ.

د کراس مافي ویګمن شرکت چې تر اوسه پورې شاوخوا ۳۶۰۰  Leopard-2 جنګي ټانکونه تولید کړي دا يي یو زیات  هیوادونو ته ورکړي دي.

ویل کیږي چې د آلمان پوځ  یوازې  شاوخوا ۳۰۰ لیوپارډ ټانکونه لري.

د دې لپاره چې یو هیواد دا ټانک بل هیواد ته صادر کړي، آلمان تصویب ته اړتیا لري.

شاوخوا دوه اونۍ وړاندې آلمان اعلان وکړ چې اوکراین ته به ۴۰ مارډر زغره وال جنګي وسایط ورکړي.

اړوند خبرونه