ناټو او اروپايي ټولنې د روسیې او چین په مقابل کې خپلې همکارۍ لا لوړې کچې ته ورسولې

د ناټو او اروپايي ټولنې  ترمنځ  همکاري لا لوړې سویې ته د رسولو، د روسیې او چین په وړاندې همکاریو  زیاتولو  او د اوکراین  نه د ملاتړ د تداوم په خاطر یوه ګډه اعلامیه لاسلیک شوه.

1930973
ناټو او اروپايي ټولنې د روسیې او چین په مقابل کې خپلې همکارۍ لا لوړې کچې ته ورسولې

د ناټو او اروپايي ټولنې  ترمنځ  همکاري لا لوړې سویې ته د رسولو، د روسیې او چین په وړاندې همکاریو  زیاتولو  او د اوکراین  نه د ملاتړ د تداوم په خاطر یوه ګډه اعلامیه لاسلیک شوه.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ، د اروپايي ټولنې د کمیسیون مشرې اورسولا وان دیر لاین او د اروپايي ټولنې  د شورا رئیس چارلس میشل د بلجیم په بروکسل ښار کې د ناټو په مرکزي دفتر کې په جوړو شویو مراسمو کې ګډه اعلامیه لاسلیک کړه.

په نوي متن کې، چې په ۲۰۱۶ او ۲۰۱۸ کلونو کې د لاسلیک شویو اعلامیو پر بنسټ چمتو شوی، ویل شوي چې د ناټو او اروپايي ټولنې همکاري د ګډو ارزښتونو پر بنسټ ولاړه ده، چې نن د یورو اتلانتیک سیمه د تیرو کلونو په پرتله د لا ستر ګواښ سره مخ ده. همداشان په اوکراین کې د روسیې جګړه له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده.

"د روسیې جګړه په اروپا او نړۍ کې امنیت او ثبات ته زیان رسوي." په اعلامیه کې د روسيې دغه يرغل په سختو ټکو غندل شوی دی.

ناټو او اروپايي ټولنې پر روسیې غږ کړی چې ژر تر ژره له اوکراینه خپل ځواکونه وباسي او ټینګار یې وکړ چې د اوکراین ملاتړ ته دوام ورکوي.

په بیان کې چې یادونه شوې چې استبدادي لوبغاړي د ناټو او اروپايي ټولنې  ګټې ازمایښت کوي "مونږ  په یوه دره کې ژوند کوو چې ستراتیژیکې سیالۍ پکې د هرې ورځې په تیریدو مخ په ډیریدو دي. د چین مخ په زیاتیدونکي ټینګار او تګلارې هغه ننګونې دي چې مونږ پدې مسئلې خبرو ته اړ کوي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې په اروپا کې نازک او بې ثباته وضعیت د ستراتیژیکو سیالانو او ترهګرو سازمانونو لپاره مناسبه زمینه برابره کړې ده.

په اعلامیه کې په داسې وخت کې له امریکا سره د اړیکو پر اهمیت د ټینګار په ترڅ کې ویل شوي چې ناټو د یورو اتلانتیک په سیمه کې د ډله ییزې دفاع بنسټ جوړوي، او ویل شوي چې د اروپا د یوې پیاوړې دفاع پر اهمیت اعتراف شوی دی. دا باید د ناټو سره بشپړ شي.

په بیان کې راغلي، "لکه څنګه چې امنیتي ګواښونه او ننګونې چې مونږ ورسره مخ یو، د پراخوالي په حال کې دي، مونږ مجبور یو چې  خپل اوږدمهاله همکارۍ پر بنسټ خپلې همکاري  بلې کچې ته ورسوو."

په هغه برخو کې چې باید زمونږ همکاري زیاته شي  د جیوستراتیژیک سیالۍ، د انعطاف مسلې، د مهمو زیربناوو ساتنه، مخ په زیاتیدونکي تخریب کونکي ټیکنالوژۍ، فضا، د اقلیم بدلون امنیت اغیزې، بهرنۍ مداخلې او د معلوماتو لاسوهنې په توګه ترینه یادونه کولی شو.



اړوند خبرونه