امریکا د جاپان په سویل لویدیځ کې د لرې پرتو ټاپوګانو د دفاع لپاره ځواکونه میشت کوي

امریکا د جاپان په سویل لویدیځ کې د لرې پرتو ټاپوګانو د دفاع لپاره د اوکیناوا په ایالت  کې د سمندري ځواکونو اړوند  د بیړني غبرګون ځواک ځای په ځای کوي.

1930405

د کيودو اژانس د خبر له مخې، د جاپان او امريکا د ډيپلوماتيکو سرچينو پر بنسټ، ددې کار نه هدف د دواړو هېوادونو موخه د سيمه ييزو ګواښونو په مقابل کې د دفاعي همکارۍ زياتول دي.

په دې اساس، امریکا به د جاپان په سویل لویدیځ کې د تایوان تنګي ته نږدې د اوکیناوا ایالت کې د بیړني غبرګون ځواک ځای په ځای کړي.

دغه پوځي ځواک، چې د امریکا د سمندري ځواکونو په چوکاټ کې دنده ترسره کوي، د جاپان د دفاعي وړتیاوو ملاتړ کوي.

د مداخلې ځواک، چې نږدې ۲۰۰۰  سرتیرو نه جوړ دی  کیدای شي چې خپل ځایونو ته هم تغیر ورکړي او  د دښمن د برید په صورت کې به د جاپاني ټاپوګانو په دفاع کې مرسته وکړي.

د دې پوځي واحدونو  د ګمارلو نیټې په اړه معلومات ندي شریک شوي.

دغه ټاپووزمه چې د هېواد په جنوب لوېديځ کې پروت دی، د شمالي کوريا پر وړاندې ستراتيژيک اهميت لري، چې د توغنديو ازموينې يې زياتې کړي او چين هم په سيمه کې خپل نفوذ پراخوي.

پيوندونه: #جاپان , #امریکا

اړوند خبرونه