د شمالي کوریا بې پیلوټه الوتکې سویلي کوریا هوايي حریم ته ننوتي دي

سویلي کوریا اعلان وکړ چې د شمالي کوریا پنځه بې پیلوټه الوتکو د دوی له هوايي حریم  څخه سرغړونه کړې او یوې بې پیلوټه الوتکې تر پلازمینې سیول پورې  الوتنه کړې.

1924033
د شمالي کوریا بې پیلوټه الوتکې سویلي کوریا هوايي حریم ته ننوتي دي

سویلي کوریا اعلان وکړ چې د شمالي کوریا پنځه بې پیلوټه الوتکو د دوی له هوايي حریم  څخه سرغړونه کړې او یوې بې پیلوټه الوتکې تر پلازمینې سیول پورې  الوتنه کړې.

د یونهاپ د راپور له مخې، د سویلي کوریا  د لوی درستیز د دفتر  له خوا په خپور  شوي بیان کې ویلي  شوي دي  چې د شمالي کوریا  بې پیلوټه الوتکې د ګیونګی ښار ته نږدې څخه سویلي کوریا ته راننوتلې دي.

په بیان کې یادونه شوې چې له پنځو بې پیلوټه الوتکو څخه یوه یې د سیول شمال ته له الوتنې وروسته د دغه هېواد له فضايي حریم څخه وتلې ده.

په بیان کې په دې اړه معلومات نه دي ورکړل شوي چې ایا  دا بې پیلوټه الوتکې په وسلو سمبال وې او که نه. یواځې دومره  ویل شوي چې په محدوده کچه عملیات ترسره شوي چې ملکي وګړو ته زیان ونه رسیږي.

په بیان کې پر دې ټینګار شوی چې د شمالي کوریا  لوري دې پاروونکو اقداماتو ته به «سخت او سم» ځواب ورکړل شي.

ویل شوي چې د جنوبي کوریا پوځ جنګي الوتکې او چورلکو سمدلاسه پرواز وکړ او  شاوخوا سل ډزې وکړې، خو بې پیلوټه  الوتکې ندي ویشتي.

د بله پلوه ویل شوي دي چې د شمالي کوریا د بې پیلوټه الوتکو د لمنځه وړو په خاطر په ترسره شوو عملیاتو کې د ګډون کوونکو جنګي الوتکو نه یوې کا یو ډوله جنګي الوتکې سقوط کړی چې پیلوټانو يي ژوندي ژغورل شوي دي.

د جنوبي کوریا پوځي کارپوهان د شمالي کوریا دغه اقدام  او په دې وروستیو کې یې د توغندیو ازمایښتونه زیاتول، ښکاره پاروونکې ګڼي.

د جاپان حکومت او د جنوبي کوریا د ګډو ځواکونو لوی درستیز د ډسمبر په ۲۳مه اعلان وکړ چې شمالي کوریا د بالستیک توغندیو ازموینه کړې ده.



اړوند خبرونه