د اوکراین ولسمشر ټي آر ټي ورلډ فورم غونډې ته وینا وکړه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د اوکراین او روسیې ترمنځ د بندیانو د تبادلې په برخه کې د تورکیې او ولسمشر رجب طیب اردوغان د مرستو له امله مننه وکړه.

1917001
د اوکراین ولسمشر ټي آر ټي ورلډ فورم غونډې ته وینا وکړه

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د اوکراین او روسیې ترمنځ د بندیانو د تبادلې په برخه کې د تورکیې او ولسمشر رجب طیب اردوغان د مرستو له امله مننه وکړه.

زیلینسکي  چې په استانبول کې جوړ شوی  د ټي آر ټي ورلډ په نړیوال فورم په انلاین توګه ګډون کړی وو وینا وکړه.

زیلینسکي په خپله وینا کې وویل ، چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې  د خوراکي توکو بحران احساس شو او د ډیپلوماسۍ له برکته په تور سمندرګي کې د اوکراین له دریو بندرونو څخه د خوراکي توکو په صادرولو پيل وشو.

زیلینسکي وویل چې دوی د جولای راهیسې ۴۰ هیوادونو ته له ۱۳ میلیون ټنو څخه ډیر غلې دانې رسولي دي.

"مونږ د اوکراین-تورکیې-ملګرو ملتونو په ګډو هڅو سره د لوږې د ګواښ مخه ونیو."

زیلینسکي ددې خبرې په ټینګار سره وویل چې  د غلې  بحران د هغه د هیواد د سولې د فورمول یو مهم عنصر دی، او پدې مسئله کې د  تورکیه رهبري هم خورا مهمه ده.

هغه زیاته کړه چې  دوی کولی شي له بې وزلو هیوادونو سره مرسته وکړي که چیرې د دوی د هیواد د غلې د نوښت ملاتړ شي . زیلینسکي وویل چې له ۸۰  څخه ډیرې کښتۍ د انتظار په حالت کې دي  او دا پدې معنی ده چې د سلګونو زرو خلکو په دسترخوانونو کې د ډوډۍ کمه وي.

زیلینسکي وویل چې تورکیې او ولسمشر رجب طیب اردوغان د اوکراین او روسیې ترمنځ د بندیانو د تبادلې په برخه کې ډیر زیاته مرسته کړې او مونږ ددوې  منندوی یو.

د اوکراین د سولې د فورمول په اړه، زیلینسکي د اټومي او انرژۍ د امنیت د تامین، د خوراکي توکو د خوندیتوب د تضمین، د روسیې د توغندیو د تروریزم د پای ته رسولو او د بندیانو د خوشې کولو اهمیت ته اشاره وکړه.



اړوند خبرونه