د صربستان ولسمشر : تورکیه ته په لوېدیځ بالکان کې د سولې او ثبات محافظه کوونکي هیواد دی
د صربستان ولسمشر الکساندر ووچیچ وویل، دوی تورکیې ته په لوېدیځ بالکان کې د سولې او ثبات د محافظه کوونکي یو نږدې ملګري په سترګه ګوري.
![د صربستان ولسمشر : تورکیه ته په لوېدیځ بالکان کې د سولې او ثبات محافظه کوونکي هیواد دی](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/6b4a/1dbd/5241/6392dbf693222.jpg?time=1737524780)
![Aleksandar Vucic-Sentop.jpg](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/f7f8/eea6/6e34/6392dc0099135.jpg?time=1737524780)
![Aleksandar Vucic.jpg](http://cdn.trt.net.tr/images/xlarge/rectangle/6b4a/1dbd/5241/6392dbf693222.jpg?time=1737524780)
د صربستان ولسمشر الکساندر ووچیچ وویل، دوی تورکیې ته په لوېدیځ بالکان کې د سولې او ثبات د محافظه کوونکي یو نږدې ملګري په سترګه ګوري.
د تورکیې د ملي شورا رئیس مصطفی شینتوپ چې د تور سمندر د اقتصادي همکارۍ پارلماني شورا د دوره يي مشري د په غاړه اخیستو په خاطر د صربستان پلازمینې بلګراد ته سفر کړی دی د صربستان د ولسمشر ووچیچ سره لیدنه وکړه.
ووچیچ د شینټوپ سره د لیدو وروسته د خپل ټولنیز میډیا پاڼې له لارې په خپور کړي پیغام کې ویلي دي چې "ډېر وياړم چې يو ځل بيا د تورکيې د ملي شورا له رئيس مصطفی شنتوپ سره ملاقات کوم. له دې فرصت څخه په ګټې اخېستنې سره مې خپل ګران ملګري رجب طيب اردوغان ته سلامونه وړاندې کړل."
ووچیچ دا هم ویلي دي چې دوی پدې لیدنه کې د اقتصادي همکاریو، د انرژۍ امنیت، په خپل هیواد کې د تورکیې د پانګونې او سیمه ایزو مسلو په اړه خبرې وکړې. ووچیچ د دې خبرې په ټینګار ویلي دي چې تورکیه په سیمه کې ستر رول لري. "
صربستان تورکیې تورکیې ته په لوېدیځ بالکان کې د سولې او ثبات د محافظه کوونکي یو نږدې ملګري او شریک په سترګه ګوري. نه یوازې په صربستان کې بلکې د سیمې په ټولو هیوادونو کې د اتباعو عمومي امنیت کې مرسته کوي، او د زیربناوو په برخه کې د پروژو پلي کولو کې مرسته کوي.
اړوند خبرونه
![پوتین وویل چې له چین سره د سوداګرۍ حجم له ۲۲۰ میلیارد ډالرو څخه اوښتی دی.](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/479a/6ec7/abc0/6764128e2b9ad.jpg?time=1737524780)
پوتین وویل چې له چین سره د سوداګرۍ حجم له ۲۲۰ میلیارد ډالرو څخه اوښتی دی.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل چې له چین سره د سوداګرۍ حجم له ۲۲۰ میلیارد ډالرو څخه اوښتی دی.
![د نړۍ یو زیات شمیر مشرانو ټرمپ ته مبارکي وویله](http://cdn.trt.net.tr/images/medium/rectangle/9336/dab4/9f98/678f57f9327bb.jpg?time=1737524780)
د نړۍ یو زیات شمیر مشرانو ټرمپ ته مبارکي وویله
د امریکا نوي ولسمشر ډونلد ټرمپ د لوړې په کولو سره خپله دویمه دوره رسمآ پیل کړه.