د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ په سمندر کې د بند پاتو روهینګیايي کډوالو د ژغورولو غوښتنه وکړه

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د (UNHCR) د یوې ډلې روهینګیايي کډوالو چې د سمندر له لارې میانمار نه له وتلو وروسته د اندامان سمندر کې بند پاتې دي د بیړنۍ ژغورنې غوښتنه کړې .

1916760
د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ په سمندر کې د بند پاتو روهینګیايي کډوالو د ژغورولو غوښتنه وکړه

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د  (UNHCR) د یوې ډلې روهینګیايي کډوالو  چې د سمندر له لارې میانمار نه  له وتلو وروسته د اندامان سمندر کې بند پاتې د بیړنۍ ژغورنې غوښتنه کړې .

د ملګروملتونو د کډوالو عالۍ کمشنرۍ د آسیا پاسیفیک دفتر لخوا په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي  د یوې ډلې روهینګیايي کډوالو د کښتۍ  چې شاوخوا ۲۰۰ تنه  روهینګیايي وګړي پکې سپاره وه  د دسمبر په لومړۍ نیټه د کښتۍ د  انجن د خرابیدو  له  له امله د سمندر په منځ کې بند پاتې دي او کښتۍ د سمندر څپې یوې او بلې لورې ته بیايي .

په اعلاميه کې ويل شوي چې یاد شوي کډوال چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي له څو ورځو راهيسې له اوبو او خوړو پرته  سمندر په منځ کې د ژوندي پاتې کېدو په هڅه کې دي .

، که کډوال ونه ژغورل شي، په راتلونکو ورځو کې به د ژوند له جدي خطر سره مخ شي

. په اعلامیه کې د سیمې هېوادونو ته د سمندري قوانینو له مخې د خپلو مسوولیتونو یادونه شوې ده. په اعلامیه کې ویل شوي دي چې دا ماموریت په سمندر کې د بند پاتو ملکي وګړو د ژغورنې ماموریت دی. پدې برخه کې اړوند هیوادونه باید خپل مسئولیت پر ځای کړي.



اړوند خبرونه