زیلینسکي : روسیې یواځې پرون پر اوکراین ۷۰ توغندیز بریدونه کړي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې د ډسمبر په پنځمه د اوکراین پر مختلفو سیمو د روسیې د پوځ له خوا توغول شوي ۷۰ توغندي د اوکراین د ځواکونو له خوا شنډ او له منځه وړل شوي دي.

1915133

زیلینسکي دا څرګندونې  په یوه ویډیویي پیغام کې چې د شپې پر مهال یې په خپل ټیلیګرام  پاڼه  کې  خپور کړی دی کړي دي.  هغه ویلي دي  چې روسي ځواکونو یو ځل بیا د ده پر هېواد توغندیز بریدونه کړي.

زیلینسکي ویلي، چې روسي ځواکونو د ډسمبر په پنځمه په اوکراین ۷۰ توغندیز بریدونه کړي دي. "د روسیې لخوا  ۷۰ توغندي توغول شوي، چې ډیری یې زمونږ د ځواکونو لخوا  ویشتل شوي او له منځه وړل شوي دي. شنډ شوي توغندي ډیر X-101 ډوله او نور توغندي. دي"

زېلېنسکي يادونه کړې، چې د اوکراين لوري ته د متحدو هېوادونو له خوا ورکړ شوي هوايي دفاعي سيسټمونه په اغېزمن ډول کار کوي، خو دا بیا هم کافي ندي، نورو ورته سيسټمونو ته اړتيا لرو. هغه ویلي دي چې په پرونیو بریدونو  څلور تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی."

هغه ویلي دي چې د روسیې د بریدونو له امله په اوکراین کې  د بریښنا پرچاوي دوام لري، د پلازمینې کیف په ګډون په ډیری سیمو کې د بریښنا بیړني پرچاوي رامنځته شوې.

اړوند خبرونه