روسیې دفاع وزیر د نوامبر په میاشت کې د اوکرایني ځواکونو ځاني تلفاتو شمیره اعلان کړه
د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ادعا کړې، چې د اوکراین پوځ په نوامبر میاشت کې تر ۸۳۰۰ ډېر سرتېري له لاسه ورکړي دي.

د روسیې دفاع وزیر سرګي شویګو ادعا کړې، چې د اوکراین پوځ په نوامبر میاشت کې تر ۸۳۰۰ ډېر سرتېري له لاسه ورکړي دي.
شویګو دا څرګندونې د روسیې او اوکراین د جګړې په اړه چې د فبرورۍ له ۲۴ راهیسې روانې دي، له پوځي چارواکو سره په کتنه کې وکړې.
شویګو د اوکراین په دونباس سیمه کې د شخړو د دوام په اړه یادونه وکړه او زیاته کړه چې د مایورسک، پاولیفکا، اوپیتنی، اندریویکا، بلوګوریوکا او کوردیومیفکا ښارګوټي د روسیې د ځواکونو تر کنټرول لاندې دي.
شویګو، ادعا وکړه چې د اوکراین پوځ په لوهانسک او دونیڅک لارښوونو کې "جدي" زیانونه لیدلي دي.
د نوامبر په میاشت کې دښمن له ۸۳۰۰ څخه زیات عسکر، ۵ الوتکې، ۱۰ چورلکې، ۱۴۹ ټانکونه او تر ۳۰۰ زیات زغره وال موټر له لاسه ورکړي دي.
شویګو همداشان دې ته اشاره وکړه چې د روسیې وسله والو ځواکونو د اوکراین د پوځی مدیریت په سیستم او د پوځی صنعتی تاسیساتو باندې د اوږد واټنه دقیقو وسلو په وسیله پراخ بریدونه ترسره کړي دي.
شویګو یادونه وکړه چې په اوکراین کې د زاپوروژې اټومي بټۍ د روسیې د ځواکونو تر کنټرول لاندې ده، د دې بټۍ د خوندیتوب لپاره اړین تدابیر نیول شوي دي.
شویګو وویل چې اوکرایني سرتیرو د پدې اټومي بټۍ برید کړی او دا "اټومي ترهګري" ده.
شویګو وویل چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې الوتکې په پراخه کچه کارول کیږي. همداشان د روسیې پوځ په عصري الوتکو سمبالولو لړۍ دوام ورکوي.
اړوند خبرونه

روسیې پر اوکراین خونړي بریدونه کړي
په اوکراین کې د روسیې د پوځ له خوا د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ۱۱ تنه وژل شوي دي.