جرمني د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو د رانیولو په برخه کې د ځینو ستونزو سره مخامخ دی

جرمني چې د دفاعي لګښتونو لپاره ۱۰۰ میلیارده یورو  ځانګړې بودیجه ځانګړې کړې ده، د اف ۳۵ ډول  جنګي الوتکو په اخیستلو کې د ستونزو نه خبر ورکړی دی.

1914937
جرمني د اف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو د رانیولو په برخه کې د ځینو ستونزو سره مخامخ دی

جرمني چې د دفاعي لګښتونو لپاره ۱۰۰ میلیارده یورو  ځانګړې بودیجه ځانګړې کړې ده، د اف ۳۵ ډول  جنګي الوتکو په اخیستلو کې د ستونزو نه خبر ورکړی دی.

د جرمني د بلډ  ورځپاڼې د هغه سند په حواله چې د دفاع وزارت له خوا د بودیجې کمیټې ته استول شوي، ویل شوي چې  کیدای شي ۹ عشاریه ۹  میلیارد یورو په ارزښت د الوتکو په اخیستلو کې ځنډ او اضافي لګښتونه راشي.

په سند کې ویل شوي چې دا خطر شتون لري چې د الوتنې عملیاتو لپاره ملي تصدیق په خپل وخت ترلاسه نه شي ، او کیدای شي چې د الوتنې عملیات یوازې د محدودیتونو لاندې پیل شي.

په خبر کې راغلي دي چې دا لا څرګنده نه ده چې د آلمان وسله والو ځواکونو نه به تر ۲۰۲۶ کال پورې بوچل په سیمه کې پوځي هوايي ډګر د اف ۳۵ ډوله جټ الوتکو لپاره بدل کړي او که نه. د همدې امله کیدای شي چې ددې الوتکو د سپارلو په تقویم کې ځیني ستونزې رامنځته شي او اضافي لګښتونه رامنځته کړي.

په خبر کې ټینګار شوی چې دې وضعیت د آلمان د پارلمان غړي په غوسه کړي دي.

اندریس شوارز، چې د سوسیال دیموکرات ګوند  سیاستوال دی، د دفاع وزیر کریسټین لامبریچټ سره په یوه بیان کې ویلي دي ،

"دا د منلو وړ نه ده چې پارلمان اوس ددې ستونزو نه خبریږي. زه د وزارت څخه د هغه پلان چې څنګه  کولی شي د خطرونو مخنیوي  وکړي په اړه د بیان او څرګندونو په تمه یم. دوی یواځې هڅه کوي چې دلته د مسؤلیت څخه ډډه وکړي." نوموړي د دغه وزارت پر چلند نیوکه وکړه.



اړوند خبرونه