د روسيې او اوکراین د روانې جګړې د حل په اړه د ماکرون وروستیو څرګندونو یو ځل بیا غبرګونونه پارولي دي

نړۍ د فرانسې د ولسمشر ماکرون د وروستیو څرګندونو په اړه بحث کوي. د فرانسې مشر، چې د خپلو پخوانیو څرګندونو وروسته په شا ګام اوچت کړی او د روسیې په اړه يي غوښتنې غبرګونونه پارولي وو.

1914748
د روسيې او اوکراین د روانې جګړې د حل په اړه د ماکرون وروستیو څرګندونو یو ځل بیا غبرګونونه پارولي دي

نړۍ د فرانسې د ولسمشر ماکرون د وروستیو څرګندونو په اړه بحث کوي. د فرانسې مشر، چې د خپلو پخوانیو څرګندونو وروسته په شا ګام اوچت کړی او د روسیې په اړه يي غوښتنې غبرګونونه پارولي وو.

په داسې حال کې چې جګړه، چې د روسیې د ولسمشر پوتین په امر پیل شوې ده، تر تر اوسه د خپل ټول شدت سره دوام لري .

د فرانسې مشر چې له جګړې مخکې او د جګړې پر مهال یې په خپلو ځیني اقدامات کړي وو او ، په خپلو پخوانیو څرګندونو د اوکراین غبرګون د پارولو نه وروسته په شا ګام اوچت کړی وو. د ماکرون وروستیو څرګندونو یو ځل بیا د لویديځ نړۍ سخت غبرګونونه پارولي دي.

ماکرون داځل  وویل چې ناټو باید د اوکراین د شخړې د حل لپاره د روسیې د امنیت لپاره په وروستي تضمین تمرکز وکړي.

د فرانسې مشر ټینګار وکړ چې په اوکراین کې د جګړې له پای ته رسېدو وروسته، د اروپا په نوي امنیتي جوړښت کې باید د روسیې لپاره د امنیت تضمین شامل وي.

پداسې حال کې چې د ماکرون وروستیو څرګندونو نه د روسیې ولسمشر سره د اړیکو د جوړولو په اړه د یو اقدام په توګه یادونه شوې ده ، ددې سره سم سخت غبرګونونه هم پارولي دي.

د لیتوانیا پخوانی دفاع او بهرنیو چارو وزیر لیناس لینکیویسیوس د ماکرون په غبرګون کې ویلي دي  "که روسیه پر خپلو ګاونډیانو برید، الحاق یا یرغل ونه کړي، ټول امنیتي تضمینونه به ولري."

هغه زیاته کړې ده ، "هغه څوک چې غواړي یو نوی امنیتي جوړښت رامینځته کړي چې یو ترهګر دولت ته اجازه ورکړي چې د ډارولو طریقې ته دوام ورکړي باید په خپل ګریوان کې ډیر فکر وکړي"

 

د ماکرون وړاندیز ته د اوکراین لخوا متوقع ځواب د میخایل پودولیک لخوا راغلی. د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي سلاکار میخایل پودولیک وویل، «رښتینې متمدن نړۍ امنیتي تضمینونو ته اړتیا لري.



اړوند خبرونه