د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز پر روسیې ډیرې سختې نیوکې وکړې.

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین سخته نیوکه وکړه او وویل  چې « خپل هیواد د جدي ناڅرګندۍ سره مخامخ کړی دی».

1914969
د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز پر روسیې ډیرې سختې نیوکې وکړې.

د جرمني لومړي وزیر اولاف شولز د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین سخته نیوکه وکړه او وویل  چې « خپل هیواد د جدي ناڅرګندۍ سره مخامخ کړی دی».

شولز دا څرګندونې په هامبورګ کې د روسیې د بشري حقونو سازمان میموریل ته د نړیوال تفاهم او پخلاینې لپاره د ماریون ډنوف جایزې په د ورکولو په مراسمو کې وکړې.

"پوتين د اوکراين پر ضد د تر ټولو بدو جنايتونو امر کوي او په عين حال کې يې خپل هېواد په يوه ناورين ځپلي څنډه کې بدلوي."

شولز وویل چې د روسیې ولسمشر پوتین د اوکراین پر وړاندې په جګړه کې په نا امیدۍ سره خپله لار ورکه کړې ده . هغه وویل چې

"پوتین په بې دفاع ملکي وګړو، ماشومانو، ښځو، بوډاګانو باندې د توغندیو د بریدونو  سره، نه یواځې د نړیوالو قوانینو څخه په جدي توګه سرغړونه کوي، بلکې د نه منلو وړ اخلاقي خپګان لامل کیږي."

شولز ددې خبرې په  ټینګار سره وویل  چې اوکراین باید جګړه له لاسه ورنکړي . شولز وویل چې دوی به تر هله له  اوکراین څخه ملاتړ ته دوام ورکړي تر څو چې روسیه خپل سرتیري ونه باسي.

د جرمني لومړي وزیر دې ته په اشارې سره وویل چې د پوتین سره په بشپړه توګه د مذاکراتو لپاره دروازه تړل به  یوه لویه تېروتنه وي او موږ باید بیا خبرو ته دوام ورکړو.

"زه به دې کار ته ادامه ورکړم که څه هم خبرې اترې هر څومره وخت نیسي."



اړوند خبرونه