لیتوانیا د روسیې د سفارت یو تن ډیپلوماټ د نامطلوب شخص په توګه اعلان کړ.
لیتوانیا یو ځل بیا یو تن روس ډیپلوماټ د شړولو پریکړه وکړه

لیتوانیا د روسیې د سفارت یو تن ډیپلوماټ د نامطلوب شخص په توګه اعلان کړ.
د لیتوانیا د رسمي خبري اژانس د له خبر له مخې د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزارت د روسیې د سفارت یو تن ډیپلوماټ د بهرنیو چارو وزارت ته راوغوښته او هغه ته يي یاداشت ورکړ. لیتوانیا د نوموړي روس ډیپلوماټ د نامطلوب شخص په توګه د اعلانولو لامل د ډیپلوماټیکو اصولو او قواعدو سره په ټکر کې د فعالیتونو ترسره کول په ګوته کړي دي.
د لیتوانیا د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې له روس ډیپلوماټ څخه غوښتل شوي چې په پنځو ورځو کې له هېواده ووځي.
د ویلو ده چې د روسیې او اوکراین ترمنځه د فبرورۍ په ۲۴ مه نیټه د پیل شوې جګړې نه وروسته دا څلورم ځل دی چې لیتوانیا روس ډیپلوماټان د نامطلوبه اشخاصو په توګه اعلانوي او د هغوې د ډیپورت پریکړه کوي.
اړوند خبرونه

اتریش د ۴ روسي دیپلوماتانو د شړولو پریکړه وکړه.
اتریش د ۴ تنو روس ډیپلوماټانو نه هر څه ژر ددې هیواد نه د وتو غوښتنه کړې