د روسیې یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د روسیې یوې «میګ-۳۱» ډوله جنګي الوتکه په پریمورسکي سیمه کې د روزنیزې الوتنې پر مهال سقوط کړی دی.
د روسیې یوې جنګي الوتکې سقوط وکړ.
د روسیې یوې «میګ-۳۱» ډوله جنګي الوتکه په پریمورسکي سیمه کې د روزنیزې الوتنې پر مهال سقوط کړی دی.
د روسیې د ختیځې پوځي سیمې د رسنیو مرکز لخوا په یوه بیان کې ویل شوي چې د میګ-۳۱ ډوله جنګي الوتکه د پلان شوي روزنیز الوتنې ترسره کولو پرمهال د پریمورسکي په سیمه کې د الکسییفکا کلي ته نږدې په ځنګلي سیمه کې نسکوره شوه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د الوتکې عملې د اجکشن څوکۍ په مرسته له الوتکې څخه ځان غورځولی دی او د لومړنیو معلوماتو له مخې په پېښه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
په خبرپاڼه کې راغلي،"الوتکه کې هیڅډول مهماتو شتون نه درلود او ښايي د تخنیکي ستونزه په نتیجه کې سقوط کړی وي. د پيښې په اړه تحقیقات پیل شوي دي.
اړوند خبرونه

روسیې پر اوکراین خونړي بریدونه کړي
په اوکراین کې د روسیې د پوځ له خوا د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو په بریدونو کې ۱۱ تنه وژل شوي دي.