زیلینسکي : په اوکراین کې د روسي ځواکونو پر خلاف به نوي اقدامات ترسره کړو

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې د روسیې د پوځ پر وړاندې چې په اوکراین کې جګړې ته دوام ورکوي، نوي اقدامات کوي.

1913275
زیلینسکي : په اوکراین کې د روسي ځواکونو پر خلاف به نوي اقدامات ترسره کړو

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي اعلان وکړ چې د روسیې د پوځ پر وړاندې چې په اوکراین کې جګړې ته دوام ورکوي، نوي اقدامات کوي.

زیلینسکي د خپل ټولنیزې شبکې له پاڼې  څخه په خپل ورځني ویډیويي پیغام کې د اوکراین اتباعو ته د روسیې او اوکراین د  جګړې په اړه  چې د فبرورۍ له ۲۴مې راهیسې روانه ده، د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل.

زیلینسکي ویلي چې له امنیتي چارواکو سره غونډه کړې او د اوکراین په ټولو لومړۍ لیکو کې یې د پرمختګونو په اړه خبرې کړې دي. هغه ویلي دي چې

"مونږ د یرغلګرو ارادې څیړو او د مقابلې لپاره یې چمتووالی نیسو."

زیلینسکي وویل، سره له دې چې د روسیې په وروستیو بریدونو کې د  په نښه شوو انرژۍ زیربنا ګانو د ترمیم چارې  روانې دي، خو بیا هم په ټول اوکراین کې د بریښنا پرچاوي دوام لري.

"زمونږ د هیواد په ډیری سیمو کې او په پلازمینه کیف کې،  د شاوخوا ۶ میلیونو کورنو برښنا پرې شوې  ده."

زیلینسکي همدا راز د آلمان پر حکومت غږ وکړ چې اوکراین ته د پټریوټ توغندیو دفاعي سیستم واستوي.

له بلې خوا، زیلینسکي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له خوا جوړه شوې د  (ډیل بوک) د موضوع په اړه په  سرمشریزه کې د  ټیلي کنفرانس له لارې ګډون وکړ او په اوکراین کې  روسي ځواکونو پر وړاندې د جګړې او مبارزې په اړه وروستي معلومات شریک کړل.

د اوکراین مشر په خپله وینا کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره اړینو شرایطو ته په اشارې سره وویل:

"جګړه به هغه وخت پای ته رسیږي چې مونږ یې وګټو یا روسیه یې وغواړي. روسیه ممکن دا یواځې هغه وخت ترسره کړي کله چې دا احساس کوي چې کمزوری، انزوا او په دې کې جګړه کې هیڅ شریک نه لري. باور وکړئ چې دا به په راتلونکو څو میاشتو کې پای ته ورسیږي."



اړوند خبرونه