ناروې لومړی وزیر : تورکیه حق لري چې ترهګرو پر ضد عملیات وکړي

د ناروې لومړي وزیر یوناس ګار استوره  ویلي، چې تورکیه له ترهګرۍ سره د مبارزې حق لري. هغه دا څرګندونې د جرمني د لومړي وزیر سره په ګډه خبري غونډه وکړې.

1913250

اسټوره په پلازمېنه برلین کې د جرمني له لومړي وزیر اولاف شولز سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، کله تورکیه د ترهګرو د ګواښ سره مخامخ وي تورکیه حق لري چې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.

هغه  د تورکیې  لخوا د هیواد نه بهر د روانو عملیاتو په اړه د یو خبریال  پوښتنې په ځواب کې وویل ،  دوی د ترهګرۍ پر وړاندې د تورکیې مبارزې ته درناوی کوي خو په ټولو خواوو غږ کوو چې د هغه ګامونو اوچتولو نه ډډه وکړي چې د لا زیاتو ستونزو لامل ګرځي. د هغه پوځي عملیاتو نه چې په سیمه کې ثبات د ګواښ سره مخامخوي د ډډې کولو غوښتنه کوو.

اسټوره د ناټو په سازمان کې د سویډن او فنلنډ د غړیتوب د بهیر په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل "  ناروې په ناټو کې د سویډن او فنلند له غړیتوب څخه ملاتړ کوي، ځکه چې  د دغو دوو هیوادونو په غړیتوب سره اروپا کولی شي چې ټولیز امنیت ولري."

اسټوره وویل چې هغه تمه لري چې د ناټو ټول غړي د دغو دوو هیوادونو غړیتوب تصویب کړي.

اړوند خبرونه